د سوریې په شمال کې کردي ځواکونو خبرداری ورکړی چې له دې وروسته د داعش بندیانو ساتل دوی ته لومړیتوب نه دی.
د راپورونو له مخې، دا مهال زرګونه داعش جنګیالي په سوریه کې له کردانو سره بندیان دي چې اوسمهال یې د ساتنې په تړاو اندېښنې راپارېدلې دي. د سوریې شمال ختیځ سیمه چې د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو په ولکه کې ده، د ترکیې لخوا پرې پوځي عملیات پیل شوي دي.
ترکي ځواکونو تېره چهارشنبه پر دې سیمو پوځي عملیات پيل کړل چې ویل کېږي وړمه شپه یې د سوريې راس العین ښار هم تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
د سوریې او ترکیې پولې دواړو خواو ته د رپوټونو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.
ترکیه پر کردانو د ترهګرۍ تورونه پورې کوي او وايي، غواړي د پوځي عملیاتو له لارې کردي ځواکونه له خوندي سیمو په شا کړي.
دوی په پام کې لري چې په ترکیه کې مېشت شاوخوا دری میلیونه کډوال په دغو سیمو کې ځای پر ځای کړي.
بلخوا د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ویلي، د سوريې پر کرد مېشتو سيمو د ترکيې د پوځيانو له بريد راهيسې، تر دې دمه لسګونه کسان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې په ترکيه کې هم د ۱۷ ملکي وگړو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي، چې ويل کېږي د کردي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په وژل شویو کې یوه کردي سیاستواله او د ښځو د حقونو فعاله هم ده چې د سوریې په شمال کې پر سړک وژل شوې ده.
د نوموړې د ګوند غړو ویلي، د سوریې د راتلونکي حزب مشره هېروېن خلف هغه مهال له خپل ډرایور او ساتونکي سره په ډزو وژل شوې، چې له یوې جلسې بېرته ستنېده.
کردي ځواکونو ادعا کړې چې خلف د ترکیې ملاتړو ځواکونو له ګاډي ښکته کړې او وژلې یې ده.
بل لور ته د سوریې په شمال کې د امریکايي ځواکونو د ویستلو له پرېکړې او هلته د ترکیې د پوځي عملیاتو له پیلېدو سره، په دغه سیمه کې د داعش ډلې د زرګونو زندانیانو برخلیک لا هم نامعلوم پاتې دی.
د کردي ځواکونو تر ولکې لاندې سیمو کې د دوی لخوا د داعش اړوند بندیانو او د دوی په کورنیو کې بهرني وګړي هم شامل دي. کردانو خبرداری ورکړی چې تر دې وروسته د دغو جنګیالیو ساتل یې لومړیتوب نه دی.






































