د جاپان دولتي رسنۍ وایي، په جاپان کې د هاګیبیس توپان له امله د قربانیانو شمېر ۵۷ تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، دې توپان تر اوسه لږ تر لږه ۳۷ کسان وژلي او ۲۰ نور تري تم دي. ویل کېږي چې تر ۱۱۰ زره ډېر سرتېري د ورکو شویو کسانو د لټون او خلکو ساتنې لپاره ځپلو سیمو ته استول شوي دي. په ورته وخت کې د دې توپان له امله په دغه هېواد کې د راګبي نړیوالو سیالیو درې لوبې هم لغوه شوې دي. چارواکي وایي چې که څه هم توپان ضعیف شوی دی خو په زرګونو خلک لا هم د خپلو سیمو پرېښودو په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون جاپاني چارواکو ویلي وو چې د خلکو د مرستې لپاره یې ځپلې سیمې ته شاوخوا ۲۷۰۰ سرتېري لېږلي دي.






































