د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو ویاند ویلي، په راس العین ښار کې یې د یو برید پر مهال ۷۵ ترکي سرتېري وژلي دي. قسد ځواکونه چې ډېری یې په سوریه کې د خپلې ازادۍ لپاره جنګېدونکي کرد وسله وال دي وایي، په راس العین کې یې هغه ترکي سرتېري په نښه کړي دي چې تر پراخو هوایي او ځمکنیو عملیاتو وروسته په یوه کنده کې د ارام په ډول پیاده شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ترکي ځواکونو پر راس العین ښار تر سختو هوایي عملیاتو وروسته وویل چې یاد ښار یې په بشپړه توګه تصفیه کړی او اوسمهال د دوی په لاس کې دی.






































