د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د هند دفاع وزیر د یو خپلواک هېواد (پاکستان) د ماتولو ګواښونه کوي او نړیواله ټولنه دې دغو ګواښونو ته پام وکړي. هغه د هند د دفاع وزیر له لورې د پاکستان پر ضد د شویو څرګندونو غندنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې راج نات سنګ دې په دې خبر وي چې د دوی امنیتي ځواکونه او ولس د خپلې خاورې د دفاع په چل پوهېږي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د هند د دفاع وزیر پرون ویلي، که چېرته اړتیا ولیدل شي د ترهګرو د ځالو له منځه وړلو لپاره به د هند پوځ د پاکستان خاورې ته ولېږي. هغه دغه راز زیاته کړې وه چې که چېرته پاکستان له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ محوه کولو لپاره د دوی مرستې ته اړتیا ولري نو هند ورسره په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.






































