دوشنبه, جون 29, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: هڅه کوو اغېزناک واکسین د افغانستان هر ماشوم ته ورسېږي

    پر پکتیا او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي

     پنجشېر کې؛ د ۶۶ ډوله منرالونو د استخراج د جوازونو د وېش بهیر پیلېږي

    قدرت‌الله جمال؛ د ایران له سفیر سره د ګرځندوی او کلتوري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

  • نړۍ

    وینزویلا؛ د زلزلو د قربانیانو شمېر ۱۴۳۰ ته لوړ شوی دی

    ګوټرېش: د اقلیمي بدلون پر ضد مبارزه عملي اقداماتو ته اړتیا لري

    ایران او امریکا د یو او بل پر اهدافو بریدونه کړي

    روبیو: له ایران سره په مذاکراتو کې به د خلیج هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي

    کیم جونګ اون: اټومي ځواک د شمالي کوریا د امنیت لپاره اړین دی

    قالیباف: که اړتیا شي، د ایران وسله‌وال ځواکونه ځواب ورکولو ته چمتو دي

    امریکا: هرمز تنګی پرانیستی دی او د کښتیو تګ‌راتګ دوام لري

    ګوتېرېش: د نړۍ نږدې نیمایي څړځایونه له ګواښ سره مخ دي

    بلومبرګ: د امریکا او ایران د تفاهم‌نامې مسوده تهران ته پراخ مالي امتیازات ورکوي

  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: هڅه کوو اغېزناک واکسین د افغانستان هر ماشوم ته ورسېږي

    پر پکتیا او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي

     پنجشېر کې؛ د ۶۶ ډوله منرالونو د استخراج د جوازونو د وېش بهیر پیلېږي

    قدرت‌الله جمال؛ د ایران له سفیر سره د ګرځندوی او کلتوري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

  • نړۍ

    وینزویلا؛ د زلزلو د قربانیانو شمېر ۱۴۳۰ ته لوړ شوی دی

    ګوټرېش: د اقلیمي بدلون پر ضد مبارزه عملي اقداماتو ته اړتیا لري

    ایران او امریکا د یو او بل پر اهدافو بریدونه کړي

    روبیو: له ایران سره په مذاکراتو کې به د خلیج هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي

    کیم جونګ اون: اټومي ځواک د شمالي کوریا د امنیت لپاره اړین دی

    قالیباف: که اړتیا شي، د ایران وسله‌وال ځواکونه ځواب ورکولو ته چمتو دي

    امریکا: هرمز تنګی پرانیستی دی او د کښتیو تګ‌راتګ دوام لري

    ګوتېرېش: د نړۍ نږدې نیمایي څړځایونه له ګواښ سره مخ دي

    بلومبرګ: د امریکا او ایران د تفاهم‌نامې مسوده تهران ته پراخ مالي امتیازات ورکوي

  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړۍ

پر سوریې د ترکیې برید

لیکنه: د افغانستان د چارو مرکز

اکتوبر 16, 2019
in نړۍ
0 0

ترکیې د سوریې پر شمال ختیځو سیمو (راس العین او تل ابیض) هغه مهال برید وکړ، کله چې د امریکا ولسمشر له سیمې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو خبر ورکړ. له دې وړاندې په یاده سیمه کې د ۱۲ کیلومترو په شاوخوا ساحه کې امریکایانو مرکزونه درلودل او په ځینو سیمو کې یې له ترکانو سره په ګډه ګزمې هم کولې. ترکیې غوښتل چې دغه سیمه تر دېرشو کیلومترو پورې وغځول شي، څو د کردانو اغېز له سیمې په مکمل ډول محوه شي.

ترکیې ولې برید وکړ؟

د ترکیې برید دوې موخې لري چې یوه یې ستره او پراخه ده (Broad objective)  او بله هغه یې هم متمرکزه ده. د پراخې موخې په پام کې نیولو سره ترکیه هڅه کوي چې ځان په نړۍ کې د مسلمانانو د رهبر او سرلاري هېواد په توګه مطرح کړي او همدا لامل دی چې په سیمه او نړیواله کچه د مسلمانانو د خواخوږي په توګه په مسایلو کې ځان ښکېل ګڼي او را وړاندې کېږي. وخت ناوخت د اسلامي نړۍ د ځوانانو لپاره ځانګړي پروګرامونه یا پلېټ فارمونه جوړول او ځوانانو ته د عثماني دور د عظمت وریادول هم د همدې بهیر یوه برخه ده. په ټوله کې ترکیه غواړي چې د نړۍ په بدلېدونکي جیوپولیټیک جوړښت کې ځان د رهبر او مشر په توګه وړاندې کړي. دا تازه برید په سیمه کې د خپلې هژموني د لا پراخوالي هڅه ده او دا چې په منځني ختیځ کې ترکیه د ایرانیانو په مقابل کې دومره پیاوړې نه وه، نو غواړي چې خپل اغېز پراخ کړي. د سوریې د نظام د جنګیالیو ملاتړ او په اوسنۍ جګړه کې له آزاد سوریايي پوځ (یاغي ډلې) سره پراخې مرستې هم د پراخې موخې د لړۍ یوه مهمه برخه ده.

په سیمه کې د ترکیې متمرکز یا ځانګړی هدف بیا د کردانو ځپل، د هغوی د ځواک منحلول او د هغوی د داعیې کمزوري کول دي. کردان چې له ډېرې مودې هلې ځلې کوي چې د ترکیې، سوریې، عراق او ایران د کرد مېشتو سیمو په یو ځای کولو ستر کردستان جوړ کړي، د ترکیې لپاره د سرخوږي او وېرې لامل جوړوي. ترکیه په خپل هېواد کې د کردانو کارګر ګوند (PKK) ترهګره یا تروریستي ډله اعلان کړې ده او له ډېرې مودې د دغه ګوند مشران په بند کې دي. دلته په سوریه کې د الهسکې ایالت کرد مېشتې سیمه ده چې له ترکیې سره پوله لري. کردانو په دغه ایالت او ترڅنګ یې د یرالزور او الرقه بعضې سیمو کې له داعش څخه د جګړې تر ګټلو وروسته، خپله کورواکه یا خودمختاره اداره د سوریې خپلواکې ادارې (Autonomous Administration of North East) په نوم د امریکایانو په مرسته اعلان کړه، چې خپل پوځ، شورا (Syrian Democratic Council) او اداري جوړښتونه لري. د پوځ  (Syrian Democratic Forces)تر چتر لاندې (YPG) یا د خلکو د دفاع ډله فعالیت کوي چې ترکان یې په ( PKK) پورې تړلې بولي او وېره لري چې په اوږدمهال کې د دواړو خواوو کردان به په شریکه د آزاد کردستان د جوړولو لپاره ترکیه وننګوي. په عراق کې د کورواکه کردستان جوړېدل، په سوریه کې د ورته ادارې منځ ته راتګ د ترکیې لپاره د خطر زنګ و. له امریکا سره د ترکیې د اختلاف یو اساسي ټکی هم د امریکا- کردانو ملګرتیا او مرسته وه. همدا لامل شو چې کله ترکیې ته چانس پیدا شو، نو تېر کال یې له افرین سیمې کردان وویستل او اوس چې امریکا وځي، نو دلته هم ورته چانس پیدا شو چې کردان وځپي او هغه وېره چې له کردانو یې لري، رفع کړي.

ترکیه غواړي چې له دېرشو څخه تر سلو کیلومترو سیمه په راس العین کې تر افرین پورې له کردانو پاکه کړي او بیا د سوریې د دوو میلیونو مهاجرو لپاره چې د ترکیې په غازي انتر پنډغالو کې اوسېږي، په دغه سیمه کې د مېشتېدو له لارې ځان له کردانو څخه د تل لپاره خلاص کړي. له تروریستانو پاکې سیمې (Corridor) هغه اصطلاح ده، چې ترکیه یې د خپل برید لپاره د پلمې په توګه کاروي چې ډېری یې کرد مېشتې سیمې دي.

کردان یوازې پر امریکا تکیه کوله او د هغوی په باور یې د سوريې مرکزي حکومت له ځانه بېخي ډېر خوابدی کړی دی. اصلاً کردانو له امریکایانو سره مرسته وکړه چې سوریې ته لار پیدا کړي او له دې کبله یې ځان انتهايي منزوي کړ. کردان پر امریکا دومره متکي وو چې د بشارالاسد د رژیم په مقابل کې یې متکبرانه برخورد درلود. نن چې امریکا ترې لاس اخیستی، نو وايي چې امریکا دوی له شا په چاړه وهلي دي او اوس ډېر یوازې پاتې شوي دي.

کردان څه غواړي؟ د کردستان په نوم کردان یو آزاد هېواد چې د ترکیې ځینې سیمې، د سوریې اوسنۍ کورواکه سیمې، عراقي کردستان او د ایران کردستان سره یوځای کړي.

د سوریې دریځ: د سوریې حکومت تېر اته کاله له بېلابېلو یاغي ډلو سره په جګړه کې دومره بوخت پاتې شوی چې پر کردانو باندې یې د تمرکز وړتیا نه درلوده. بله دا چې کردانو له داعش سره په جګړه کې له حکومت سره ګډ دریځ درلود، نو سوریايي حکومت اړینه نه ګڼله چې له کردانو سره ښکېل شي. درېیم دا چې سوریې نه غوښتل چې د کردانو په پلمه له امریکایانو سره مخامخ جګړې ته لاړ شي. د سوریې حکومت د سم وخت په انتظار کردان په خپل حال پرې اېښي وو، په داسې حال کې چې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمه کې یې ټولو مامورینو ته معاشونه هم ورکول. د ترکیې اقدام په لنډمهال کې د سوریې د حکومت په ګټه دی او ځکه به دمشق ډېر جدي غبرګون څرګند نه کړي.

د ایران غبرګون: د کردانو په مقابل کې د ایران، سوریې او ترکیې دریځ یو دی. د آزاد کردستان په اړه تر ټولپوښتنې وروسته د ایران د انقلابي پوځ مشر قاسم سلیماني په عراقي کردستان کې کردان وځپل او د هغوی د ټولپوښتنې پایله یې ونه منله. په ایران کې هم کردان له ډېرې مودې ځپل کېږي او سر پورته کولو ته نه پرېښودل کېږي. د ترکیې له‌خوا په سوریه کې د کردانو لا ځپل د ایران د خوښۍ لامل ګرځي. همدا لامل دی چې په لنډمهال کې به ایران ډېر مخالفت ونه کړي. همدا راز، له څه مودې ترکیه په دې هڅه کې ده چې له ایران او روسیې سره ملګرتیا پیاوړې کړي او بلخوا ایران هم د امریکا په مقابل کې ملګرو ته اړتیا لري، نو د ډېر جدي ټکر وېره نشته.

ولې امریکا له سوریې ووته؟ په دې اړه یوازې د یو اټکل تر بریده تبصره کېدای شي؛ ځکه چې د ټرمپ غیر مترقبه پرېکړې ډېری وخت ستراتېژیکې نه وي او د هغه د وروستۍ پرېکړې په اړه غبرګونونو ته په کتو، دا یوه ناسنجول شوې پرېکړه ښکاري، خو یو بل اټکل هم کېدای شي او هغه دا چې ممکن امریکا غواړي ترکیه په جګړه کې راښکېله کړي، له ایران او روسیې سره ټکر ته یې برابره کړي او له دې لارې په سیمه کې د جګړې اور بل وساتي او د خپلو مخالفینو ځپل همداسې جاري وساتي، خو د دویم اټکل په پرتله، لومړی اټکل ډېر سم برېښي.

په سوریه کې د ترکیې د دخالت اوږدمهاله اغېز څه دی؟ که ترکیه یوازې د کردانو په ځپلو بسنه وکړي او سوریايي مهاجرین چې د ترکیې په غازي انتر کې دي، په پوله مېشت کړي، نو کېدای شي دا په سیمه کې د سوریې، عراق، ایران او روسیې ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړي کېدو لامل شي، خو که چېرې ترکیه له دغه موقع په اوږدمهال کې په سیمه کې د خپل اغېز غځولو هڅه کوي، نو په سیمه کې به د جګړې اور لا پسې تود شي.

په ټوله کې په لنډمهال کې ستر تاوان کردانو ته رسېږي او د هغوی د کلونو کلونو ارمان چې خپل ازاد هېواد ولري، له حقیقت کېدو څخه لا پسې لرې کېږي. روانه جګړه به خورا ستر بشري ناورین هم وزېږوي او ډېر ملکیان به پکې اغېزمن شي. د سیمې کابو ټول هېوادونه د ترکیې برید د دوی په لنډمهاله ګټه ګڼي، نو ترکیه به له ډېر مخالفت سره مخامخ نه شي.

پر سوریه به څه اغېز وکړي؟

که په پوله غیر کرد مهاجرین مېشت شي، نو دا به په سیمه کې قومي شخړې لا ژورې او پراخه کړي او د سوریې ځپل شوی ټولنیز ثبات به لا پسې وځپي. په لنډمهال کې به د بشارالاسد یوه مخالفه ډله وځپل شي، خو که ترکیه د اوږدمهال لپاره د سوریې په خاوره کې د دفاع په پلمه پاتې شي، نو د سوریې او ترکیې ترمنځ به په اوږدمهال کې د کړکېچونو او آن جګړو لامل وګرځي.

دا برید به د داعش پر برخلیک څه اغېز وکړي؟

که څه هم داعش ډله په سیمه کې ماته شوې، خو په سیمه کې لاهم پراخ او فعال حضور لري چې تر اوسه د دې ډلې د فعالیت مخه په سوریه کې کردانو نیولې وه. اوس چې کردان له واک او ځواکه ولوېږي، نو د داعش هغه غړي به چې چوپتیا یې غوره کړې وه، بېرته د فعالیت هڅه کوي چې له کبله یې په سوریه او سیمه کې د دې ډلې لخوا وسله وال خوځښتونه ډېریدای شي. د داعش لپاره بیا ځلې د فعالیت فرصت کولی شي د دوی هغو جنګیالیو ته چې له جګړې یې لاس اخیستی و، یو وار بیا د جګړې روحیه ورکړي چې په سیمه کې به د پراخې ګډوډۍ لامل شي. همدا اوس د الحول په نوم پنډغالي کې چې د داعشیانو مېرمنې او ماشومان ساتل کېږي، د کردي ساتونکو په مقابل کې اخ او ډب پیل شوی دی.

Share9Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

جون 29, 2026

وینزویلا؛ د زلزلو د قربانیانو شمېر ۱۴۳۰ ته لوړ شوی دی

جون 29, 2026

یونیسف: هڅه کوو اغېزناک واکسین د افغانستان هر ماشوم ته ورسېږي

جون 29, 2026

پر پکتیا او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي

جون 29, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In