روسیه وایي اجازه به ور نه کړي چې د سوریې او ترکیې ترمنځ نظامي کشمکش رامنځ ته شي. د سوریې لپاره د روسیې ځانګړي استازي الکساندر لاورنتیف ویلي دوی له سوریايي او ترکي پوځ سره په اړیکه کې دي او یوه لوري ته به هم اجازه ور نه کړي چې پوځي کشمکش رامنځ ته کړي. ددوی په خبره ترکیې په سیمه کې عملیات پيل کړي خو د سوریې پوځ باید له ترکي ځواکونو سره کومه ستونزه رامنځ ته نه کړي. هغه همدا راز ویلي چې روسي ځواکونه هم له ترکیې سره د سوریې پر پوله وخت ناوخت ګزمې کوي او د اوضاع د کنټرول لپاره هڅه کوي. ترکیې له څو ورځو راهیسې د سوریې په خاوره کې د کورد وسله والو پر ضد عملیات پيل کړي چې د امریکا په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو غبرګون یې پارولی دی او ملګرو ملتونو هم په دې تړاو ترکیې ته خبرداری ورکړی دی.






































