ترکي رسنۍ وایي، د یاد هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، دوی به هیڅکله اوربند اعلان نه کړي. هغه زیاته کړې د امریکا بندیزونه یې نه اندېښمنوي. اردوغان ویلي، د واشنګټن فشارونو ته به ټیټ نه شي. نوموړي ویلي، ترکي ځواکونه به تر هغه وخت پورې اوربند ونه کړي څو چې یې خپل هدف چې د یاد هېواد د سرحد په اوږدو کې د خوندي ساحې رامنځته کول دي، نه وي تر لاسه کړی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ترکیې له لورې په سوریه کې روان عملیات غندلي او د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې ده. د یادونې ده چې امریکا د ترکیې پر دریېو وزیرانو او دوو کمپنیو هم ځینې بندیزونه لګولي دي.






































