د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې، روانه اوونۍ په یاد هېواد کې د پټو نښه ویشتونکو په بریدونو کې لږ تر لږه اووه پوځیان وژل شوي دي. د اوکراین پوځ ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هېواد په دوو جلا سیمو کې په تازه بریدونو کې دوه پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي دی. دا بریدونه هغه اوکرایني جلاغوښتونکي کوي چې د روسیې ملاتړ لري. ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په دې هېواد کې د پیل شوي کړکېچ له امله څه باندې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.






































