د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د سوريې په شمال کې د کردانو پر ضد د ترکیې د پوځي عملیاتو د بندولو خبر ورکړ. پنس په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدو وروسته دغه اعلان کړی دی. نوموړی وايي، د ۱۲۰ ساعتونو یا پنځو ورځو لپاره به اوربند داسې حال کې پر ځای پاتې وي چې د کردانو په مشرۍ وسله وال ځواکونه په منظم ډول له هغې سیمې ووځي چې ترکیه یې خوندي زون بولي. پنس داسې مهال ترکیې ته سفر کړی چې ویل کېږي د ترکیې ولسمشر د ټرمپ لیک کثافات دانۍ ته وغورځاوه.






































