د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر ایران د وسلو پلورولو بندیزونه وغځوي. نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې د یوې پوښتنې په ډول ویلي، که تاسو اوس د ایران د چلند په اړه اندېښمن یاست، فکر وکړئ، چې دغه هېواد به د پرمختلولو توغندیو، ډرون او جېت الوتکو په تر لاسه کولو سره څه وکړي. پومپیو زیاته کړې، که چیري پر ایران د وسلو پلورلو بندیزونه لرې شي، دغه کار به په منځني ختیځ کې د وسلو د نوې سیالۍ لامل شي. پومپیو ویلي، په داسې حال کې چې پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو پلورلو بندیز په یوه کال کې پای ته رسېږي، د روسیې په څېر هېواد به وتوانېږي، پر ایران پرمختللې وسلې وپلوري. دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ایران باندې سخت بندیزونه ولګول چې هدف یې د دغه هواد د اټومي پروګرام بندول دي.






































