عمران خان د پاکستان له ملایانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملا فضل الرحمان د لاریون له وېرې ددغه هېواد له مشهورو ملایانو سره لیدنه کړې ده. ده له پاکستاني ملایانو غوښتي چې په پاکستان کې د تفرقو مخه ونیسي او د حکومت په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي. دده په خبره له کوم لاریون وېره نه لري خو زیاتوي چې په ډېرو مسایلو کې د ملایانو سلا مشورې غواړي او دوی د پاکستان په حکومت کې مهم دي. سره له دې هم ملا فضل الرحمن ویلي چې دوی د اکتوبر په ۳۱مه خپل لاریون پلان کړی دی او له خپلو غوښتنو به په هېڅ صورت تېر نه شي. نوموړي له عمران خان د استعفی غوښتنه کړې ده.






































