جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

بېنوا د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

اکتوبر 27, 2019
in پوهنتون
0 0

بېنوا د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په کندهار ولایت کې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پر فعالیت پیل کړی دی. د دې موسسې د محصلینو د چارو مرستیال ښاغلی نادرشاه نصرت وایي،  بېنوا د لوړو زده کړو خصوصي موسسه له هماغه اوله بیا تر دې دمه دوه پوهنځي (انجنیري او کمپیوټر ساینس) لري. دی وایي، دواړه پوهنځي دوه دوه ډېپارټمنټونه لري، چې کمپیوټر ساینس پوهنځی (سافټویر انجنیرېنګ او نېټورکېنګ) او انجنیري پوهنځی (سېول انجنیري او د برق انجنیري) ډېپارټمنټونه لري. دی وایي، څلور واړه ډېپارټمنټونه یې فعال دي او عملاً محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي.

ښاغلی نصرت وایي، په دواړو پوهنځیو کې یې د محصلینو شمېر ۵۰۰ کسانو ته رسېږي، چې ښځینه محصلینې هم پکې شاملې دي. دی وایي، د سږ کال کانکور یې لا تر اوسه نه دی اخیستی، چې د دې کانکور په اخیستو سره به یې د محصلینو شمېر نور هم لوړ شي. نصرت وایي، په بېنوا د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۳۵ په شاوخوا کې استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې د ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د ښاغلي نصرت په خبره، د استادانو له ډلې یې ځینې دایمي او پاتې نور یې قراردادي استادان دي چې یوازې د تدریس لپاره راځي. نوموړی وایي، تر اوسه پورې ښځینه استادانې نه لري.

د بېنوا له لوړو زده کړو موسسې څخه تر اوسه پورې دوې دورې محصلین فارغ شوي، چې ښاغلي نصرت یې د شمېر په اړه څه ونه ویل. دی وایي، په کور د ننه له ځینو پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري چې ځینې کارونه د دغو پوهنتونونو له ادارو سره په همغږۍ مخ ته وړي. د لوړو زده کړو دغه موسسه د خپلو محصلینو لپاره یو مناسب کتابتون لري، چې د کتابونو شمېر یې د دریو زرو په شاوخوا کې دی. نادرشاه نصرت وایي، محصلین او استادان کولی شي چې وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي، مطالعه او څېړنه پکې وکړي. د نصرت په خبره، دواړه پوهنځي ځانګړي لابراتوارونه هم لري، چې محصلین کولی شي د نظري زده کړو تر څنګ، عملي زده کړې هم پکې وکړي.

بېنوا د لوړو زده کړو موسسه د ښځینه محصلینو لپاره د ترانسپورټ امکانات او د پوهنتون په د ننه کي امنه اکاډمیکه فضا لري. د دې موسسې د محصلینو چارو مرستیال وایي، په ټوله کې یې د نارینه او ښځینه محصلینو لپاره د موسسې په د ننه کې د زده کړو ښه چاپېریال او خوندي اکاډمیکه فضا برابره کړې ده، چې تر څنګ یې د محصلینو لپاره تر یوې کچې پورې هغه امکانات هم برابر کړي، چې محصلین ورته اړتیا لري.

بېنوا د لوړو زده کړو موسسې په ټوله کې د محصلینو لپاره پنځوس سلنه تخفیف په پام کې نیولی دی. نادرشاه نصرت وایي، کله چې محصل د لومړي ځل لپاره د زده کړو په موخه، په دغه موسسه کې نوملیکنه کوي او زده کړې پیلوي، دوی ورته پنځوس سلنه تخفیف ورکوي. له هغه وروسته بیا په بېلابېلو دورو کې ممتازو محصلینو ته له دې ډېر تخفیف ورکول کېږي. دی وایي، د ښځینه محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف لري، چې ان ځینې یې پر شپېته، اویا او اتیا سلنه تخفیف په بېنوا د لوړو زده کړو موسسه کې زده کړې کوي.

دا چې په ډېری خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې هغه کسان زده کړې کوي، چې د ورځې په اوږدو کې نورې بوختیاوې ولري او یا هم غواړي د یوه پوهنځي تر څنګ بل پوهنځی هم ولولي، نو بېنوا د لوړو زده کړو موسسې هم د خپلو محصلینو غوښتنو ته په کتو، درسي وختونه برابر کړي دي. نادرشاه نصرت وایي، دوی د ورځې په اوږدو کې دوه وخته محصلین د زده کړو لپاره راغواړي، چې یو د سهار لخوا او بل هم له غرمې وروسته.

که څه هم چې بېنوا د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه پورې دوې دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، خو د محصلینو چارو مرستیال یې وايي، تر اوسه پورې یې ورته د فراغت سندونه نه دي ورکړي. نصرت وایي، د دویمې دورې فارغ شویو محصلینو تحصیلي اسنادونه یې لا پروسس شوي نه دي او هغه چې کارونه یې خلاص دي، لوړو زده کړو وزارت ورته په دې برخه کې یو څه ستونزې جوړوي. دی وایي، دغه ستونزه یې ان له ولسمشر سره شریکه کړې ده. نوموړی وايي، که څه هم چې تر یوې کچې پورې یې کار کوونکي له دې پروسې سره یو څه نابلده دي، خو تر څنګ یې لوړو زده کړو وزارت هم په دې برخه کې ور سره همکاري نه کوي او په ډېره عادي مسئله یې اسنادونه بېرته ور ردوي. دی وایي، هڅه به وکړي چې خپلو فارغ شویو محصلینو ته ژر تحصیلي اسنادونه وسپاري، څو له خپل دې حق څخه برخمن شي.

نادرشاه نصرت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د توپیر په اړه وایي، دا چې ټول پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې، د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او یو ډول درسي نصاب لري، نو بیا یې تر منځ توپیر نه ویني. دی وایي، دا چې دغه څه په افغانستان کې یو څه نوي دي، نو د افغانستان عام خلک په دې اند دي چې دولتي پوهنتونونه تر خصوصي هغو غوره دي. نصرت وایي، دا چې خصوصي پوهنتونونه خلکو ته د پیسو په بدل کې زده کړې ورکوي، نو هڅه کوي چې تر ټولو ښه امکانات ورته برابر کړي او که امکانات ورته برابر نه کړي او د زده کړو کیفیت یې ښه نه وي، خپله محصلین هم اجازه نه ورکوي او غږ پورته کوي.

د بېنوا د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، راتلونکی پلان یې دا دی چې لومړی باید په موسسه کې د ودانیو شمېر زیات کړي، ځکه اوسنۍ ودانۍ یې له دې څخه د زیاتو پوهنځیو ظرفیت نه لري. د ښاغلي نصرت په خبره، کله یې چې دغه ستونزه حل کړه، له هغه وروسته به د نورو نویو پوهنځیو د تاسیس په اړه فکر کوي. نوموړی وایي، هڅه یې کړې ده چې د محصلینو لپاره د هغوی په خوښه د زده کړو زمینه برابره کړي او که د تدریس په چارو کې دوی له کوم استاد سره ستونزه ولري، د یوې اونۍ  په اوږدو کې یې ستونزې ته رسیدګي کېږي او که د یوې اونۍ په اوږدو کې استاد په خپلو کړنو کې بدلون را نه ولي، نو هغه ده چې پر ځای یې بل استاد ور استول کېږي.

د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپیر ونه کړي او ټولو ته په یوه سترګه وګوري. دی وایي، وزارت ډېر کله له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره د مور او میرې چلند کوي، چې په دې برخه کې یې ښه مثال د فارغ شویو محصلینو د تحصیلي اسنادونو پر وخت نه تاییدول دي، چې له کبله یې دوی د محصلینو له شکایتونو سره مخ کېږي او د کار په مارکېټ کې یې د پوهنتون او یا موسسې د بدنامۍ لامل کېږي. د بېنوا د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو چارو مرستیال نادرشاه نصرت له لوړو زه کړو وزارت څخه غواړي، چې په دې برخه کې ور سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

Share4Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In