د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي. د علمای اسلام ګوند مشر او د یاد لاریون سرلاري مولانا فضل الرحمن خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي، که چېرته عمران خان پر خپل وخت استعفا ونه کړي نو په راتلونکو دوو ورځو کې به سختې پرېکړې وکړي. نوموړي ویلي، د عمران خان لپاره به غوره دا وي چې ژر له خپلې دندې په شا شي او تر وخت مخکې شفافو ټاکنو ته لار هواره کړي، ګنې د راتلونکو هر ډول بدو حالتو پړه به د هغه پر غاړه وي. پاکستاني رسنۍ وایي چې په دې لاریون کې په لکونو خلکو ګډون کړی دی خو د پنجاب والي، عثمان بزدار ویلي، دا په پیاله کې سمندر هیچا ته هم زیان نه شي رسولی. هغه زیاته کړې، ولس د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره دی او هیڅوک دې تر وخت مخکې له واکه د عمران خان د لرې کېدو خوب نه ویني.






































