په اسلام اباد کې لا هم سخت لاریونونه روان دي. د ملا فضل الرحمن زرګونه پلویان په اسلام اباد کې دي او له عمران خان غواړي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي. بل پلو ملا فضل الرحمن په تازه څرګندونو کې ویلي چې عمران خان ته یې دوه ورځې وخت ورکړی دی، څو له خپلې دندې ګوښه شي. دده په خبره که عمران خان یې غوښتنه و نه مني نو لاریونونه به پراخ کړل شي. ده دغه راز ویلي چې د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د لاریونونو تابیا نیول شوې ده او زرګونه کسان به د عمران خان پر ضد لارو او کوڅو ته راوباسي.






































