یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

خانه نور د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

نوومبر 17, 2019
in پوهنتون
0 0

خانه نور د لوړو زده کړو موسسې په لومړي سر کې د ډیپلوم په کچه د کمپیوټر، اقتصاد او انګلیسي ژبې په برخه کې خدامات وړاندې کول، چې بالاخره یې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د هېواد له لوړو زده کړو وزارت څخه د لوړو زده کړو په برخه کې د فعالیت جواز تر لاسه کړ. د دې موسسې استاد او اداري مرستیال محمد جاوید ساحل وایي، دغې موسسې په لومړي سر کې دوه پوهنځي (اقتصاد او کمپیوټر ساینس) درلودل او په همدې دوو پوهنځیو کې یې محصلین جذب کړل. د معیارونو تر پوره کولو او یو څه پرمختګ وروسته، دغه موسسه وتوانېده چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د دوو نورو پوهنځیو (انجنیري او حقوقو) د فعالیت جواز هم تر لاسه کړي. دغه موسسه د لوړو زده کړو تر  څنګ، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخه کې ځینې کلني او میاشتني پروګرامونه هم لري، چې عملاً پکې خلک زده کړې کوي.

یاده موسسه اوسمهال څلور پوهنځي  لري، چې په اقتصاد پوهنځي کې (اداره او تجارت) ډېپارټمنټونه، په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (ډېټابېس او ای ټي) ډېپارټمنټونه، په حقوقو پوهنځي کې (اداره او ډیپلوماسي او قضا او څارنوالي) ډېپارټمنټونه او په انجنیري پوهنځي کې بیا (ساختماني او برېښنا) ډېپارټمنټونه فعال دي. ښاغلی ساحل وایي، په څلورو وړاړو پوهنځيو کې یې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې محصلین چې ۱۷۲ یې نجونې دي، د ورځې په دریو وختونو کې پر زده کړو بوخت دي.

خانه نور د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه پورې په دریو دورو کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې د فارغانو له ډلې ۱۹۰ یې نجونې دي. د دې موسسې اداري مرستیال وایي، ۹۰ سلنه فارغ شوي محصلین یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په بېلابېلو بستونو کاروي او خپلو خلکو ته خدمت کوي. دی وایي، د ۳۰ په شاوخوا کې محصلین یې تر فراغت وروسته توانېدلي، چې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ په کچه لا نورو لوړ زده کړو ته لار ومومي.

دا چې خانه نور په ټوله کې یوه شبکه ده او په چوکاټ کې یې خانه نور پوهنتون، په مزارشریف ښار کې نخبګان پوهنتون او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خانه نور په نوم ښوونځي دي، نو په دې اساس یې د بشري منابعو یو فعال ریاست جوړ کړی دی. ښاغلی ساحل وایي، د پوهنتون، موسسې او ښوونځيو لپاره هغه استادان او ښوونکي پر دنده ګوماري، چې په اړونده برخه کې تخصص او پوره تجربه ولري. دی وایي، په خانه نور پوهنتون کې د تدریس چارې د ۳۲ دایمي او ۱۵ قراردادي استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي چې په دې کې دوه تنه ښځینه استادانې هم دي. نوموړی وایي، ښځینه استادانې یې د موسسې په اداري برخه کې هم دندې لري.

خانه نور د لوړو زده کړو موسسه د تضمین کیفیت اداره لري، څو ټول هغه قوانین او مقررات عملي کړي، چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو لپاره ټاکلي دي. ساحل وایي، دغه اداره د تضمین کیفیت پروګرام د پر مخ بېولو تر څنګ، په کور د ننه او بهر کې له پوهنتونونو سره د تړونونو او هوکړو کارونه هم مخ ته وړي. دی وایي، په امریکا کې د سیاټل پوهنتون، په هند، ځینو اروپایي هېوادونو او په کور د ننه له ډېرو نورو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري. دی وایي، له هغو پوهنتونونو سره چې هوکړې لري، وخت ناوخت د هغوی له تجربو ګټه اخلي، په سیمنارونو کې یې ګډون کوي او تر څنګ یې خپلې ستونزې او  تجربې هم ور سره شریکوي. دی وایي، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې غړیتوب هم لري، څو خپل فعالیتونونه سره همغږي کړي.

کتابتون چې د پوهنتون، موسسې، ښوونځي، اکاډمیک بنسټ او ان کور د ملا تیر جوړوي، نو خانه نور موسسې هم د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون جوړ کړی دی. ښاغلی ساحل وایي، په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د اتو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه لري، چې محصلین او استادان کولی شي له دې کتابونو څخه ګټه واخلي. دی وایي، د فزیکي کتابتون تر څنګ یې په موسسه کې ډیجیټالي کتابتون هم فعال کړی، چې محصلین یې په انلاین ډول هم مطالعه کولی شي او له دې کتابتون څخه ګټه اخیستلی شي. ساحل وایي، هڅه یې دا ده چې کتابتون لا غني کړي او د پوهنځیو اړوند کتابونه او نور مواد ور زیات کړي.

خانه نور د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو لپاره د کتابتون تر څنګ، د پوهنتون په د ننه کې اکاډمیکه فضا، کانټین، کفټریا او د محصلینو د تګ راتګ لپاره ترانسپورتېشن هم په پام کې نیولی دی. دغه راز یاده موسسه د خپلو محصلینو لپاره مجله هم لري چې تر څنګ یې په کابل کې چاپېدونکې ورځپاڼې هم هر سهار د دوی ادارې ته ور وړل کېږي، څو یې محصلین او استادان ولولي او له معلوماتو یې ګټه واخلي.

د دې موسسې اداره وایي، د لوړو زده کړو وزارت له مقررې سره سم یې د پوهنتون استازی د فارغ شویو محصلینو تحصیلي اسنادونه د تایید  لپاره وزارت ته وړي او محصل ته تایید شوي اسنادونه سپاري. ښاغلی ساحل وایي، له دې مخکې به هر محصل خپل اسنادونه خپله لوړو زده کړو وزارت ته وړل، چې کارونه به یې له ځنډ سره مخ کېدل. خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده او محصلین کولی شي د مونوګراف تر دفاع وروسته ډېر ژر خپل تحصیلي اسنادونه له پوهنتون څخه چې لوړو زده کړو وزارت ورته تایید کړي وي، تر لاسه کړي.

د یادې موسسې ادراي مرستیال وایي، د خصوصي پوهنتونونو په اړه اوس د خلکو عامه پوهاوی زیات شوی او هغه سوی تفاهمونه چې مخکې به عامو خلکو  ویل، چې تر خصوصي دولتي پوهنتونونه ښه دي او ارزښت یې ډېر دی، له منځه تللي دي. اوس پوه شوي چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه دواړه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او دې دواړو پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته لوړو زده کړو وزارت تحصیلي اسنادونه تاییدوي.

د خانه نور د لوړو زده کړو موسسې اداره د خپل دې بنسټ لپاره ډېر پلانونه لري، چې له مخې یې غواړي، لومړی خپلې شبکې ته معیاري او دایمي ځای پیدا کړي، چې په یو ځای پکې تدریسي او اداري برخې جوړې کړي او تر څنګ یې که لوړو زده کړو وزارت ورته دویم ځلي اجازه ورکړي، د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي، تحقیقي مرکزونه جوړ کړي او د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره د عملي کارونو زمینه هم برابره کړي.

د خانه نور د لوړو زده کړو موسسې اداري مرستیال ښاغلی محمد جاوید ساحل وایي، لوړو زده کړو وزارت تر اوسه پورې د خصوصي پوهنتونونو ستونزو ته رسیدګي نه ده کړې او هغسې چې لازمه ده مرسته یې نه ده ورسره کړې. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت باید خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته په یوه سترګه وګوري، ځکه کوم امکانات یا اسانتیاوې چې دې دولتي پوهنتونونو په واک کې ور کول کېږي او پاملرنه ورته کېږي، خصوصي هغو ته نه کېږي. دی وایي، د دې تر څنګ خصوصي پوهنتونونه ډېره لوړه مالیه ورکوي، برېښنا یې تجارتي ده چې د دوی له وس پورته خبره ده. دی وایي، د دایمي ځای نشتون د پوهنتون اعتبار ته زیان رسوي، ځکه دوی اړ دي چې په یو یا دوو کلونو کې یو ځل خپل ځای بدل کړي. د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي، چې د خصوصي پوهنتونونو په پښو درېدو کې مرسته وکړي، ځکه خصوصي پوهنتونونه له دولتي هغو سره څنګ پر څنګ د هېواد د ابادۍ لپاره کار کوي او زرګونه هغه ځوانان چې له همدې پوهنتونونو فارغ شوي دي، همدا اوس د خپل هېواد پر خدمت بوخت دي او په ابادۍ کې یې ونډه اخلي.

Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د خلکو ازادي بښونکي پوځ او وسله والو پوليسو پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

مارچ 8, 2026

وانګ يي: د دولت رئيس ډيپلوماتيک فعاليتونه د چین د ډيپلوماسۍ بنسټ دی

مارچ 8, 2026

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټه: د ۱۵م پنځه کلن پلان په مسوده کې راتلونکي چارې ترتيب شوې

مارچ 8, 2026

سوداګرۍ نړيوال سازمان د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هڅولو کې د چين د رول ستاينه وکړه

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In