یکشنبه, نوومبر 1, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې د کرنیزو محصولاتو ۳۵م نندارتون جوړیږي

    کابل او استانې روغتیايي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

    د یوناما مشرې ننګرهار ته سفر کړی

    مجاهد: د افغانستان په اړه د روبیو معلومات یو اړخیز دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړۍ

له شپږ کلن کړکېچ وروسته؛ د روسیې او اوکراین ولسمشران راتلونکې میاشت مخامخ لیدنه لري

نوومبر 17, 2019
in نړۍ
0 0

د روسیې او اوکراین تر منځ له نږدې شپږ کلن کړکېچ وروسته، د فرانسې حکومت تایید کړې چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به په راتلونکې میاشت کې مخامخ سره وګوري.

د فرانسې د حکومت په خبره، پاریس به راتلونکې میاشت د اوکراین په اړه د څلور اړخیزې غونډې کوربه وي.

په غونډه کې به پر هغو پرمختګونو خبرې وشي چې د مېنسک د هوکړې پر اساس یې اټکل شوی و. فرانسوي چارواکو ویلي چې د اوکراین په اړه دغه غونډه به د ډسمبر په نهمه جوړه شي.

د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین ولسمشران، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي به مخامخ د فرانسې د ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني د لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل په حضور کې د اوکراین د ختيځو سیمو پر امنیتي وضعیت هم خبرې وکړي.

د اوکراین په تړاو د څلور اړخیزو خبرو دې لړۍ ته د نورمنادي فورمټ هم ویل کېږي.

د دغه فورمټ مخکینۍ غونډه چې د روسیې، فرانسې، اوکراین او جرمني استازو برخه پکې درلوده، د ۲۰۱۶ ز کال د اکټوبر په میاشت کې جوړه شوې وه، خو هغه مهال ولاديمیر زېلېنسکي د اوکراین جمهور رییس نه و.

زېلېنسکي به د اوکراین د ولسمشر په توګه لومړی ځل په پاریس کې د روسیې له ولسمشر سره د خپل هېواد پر وضعیت د خبرو لپاره مخامخ کښېني.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په ۲۰۱۴ ز کال کې د کرېمیا ټاپووزمه له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

له هغه راهیسې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، چې د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېږي.

د بېلتون غوښتونکو او اوکرایني ځواکونو تر منځ په نښتو کې له هغه راهیسې ۱۳ زره کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

د پاریس په څلور اړخیزه غونډه کې به هڅه وشي چې د اوکراین په ختیځ کې جګړې ته د پای ته رسېدو لار پيدا شي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر اېمانويل مکرون د روان کال په دوبي کې روسیې ته تللی و او د ولادیمیر پوتین په کور کې يې له هغه سره وکتل.

د مکرون مکررې هڅې چې له روسیې سره یې د خبرو د پیل لپاره کوي، په اروپا کې ضد او نقیض بحثونه هم پارولي دي .

هغه تېره اونۍ له ایکانومېسټ مجلې سره په مرکه کې وویل: «که موږ په اروپا کې د سولې ټینګښت او د اروپا د ستراتېژيکې خپلواکۍ جوړول غواړو، باید د روسیې پر وړاندې خپل موقف ته بیاکتنه وکړو».

تر دې وړاندې د قزاقستان پخواني ولسمشر، نورسلطان نظربایف ویلي وو چې دی تیار دی چې د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو د مخامخ کتنې لپاره زمینه برابره کړي.

نظربایف د نومبر په ۱۲مه ویلي وو چې زېلېنسکي یې بلنه منلې او ولادیمیر پوتین ته یې هم معلومات ورکړي، خو ځواب ته يې منتظر دی.

Share7Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
Dancers make out the shape of Africa during the opening ceremony of the Dakar 2026 Youth Olympic Games at the Abdoulaye Wade Stadium, in Diamniadio, Senegal, Saturday, Oct. 31, 2026.  (Lillie Yazdi/OIS/IOC via AP)

د شي جين پينګ ځانګړي استازي ګاو جه دان د ځوانانو اولمپیک لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

نوومبر 1, 2026

زیلینسکي: اوکراین او ترکیه به د تور سمندر د غلودانو دهلیز په جوړونه کې هڅې وکړي

نوومبر 1, 2026

د چین مرستیال صدراعظم هه لیفېنګ د ۲۰۲۶ کال د «نړیوالو ښارونو ورځې» په مناسبت نړیوال اصلي فعالیت کې ګډون وکړ

نوومبر 1, 2026

ترکيې خپل د بهرنيو چارو پخوانی وزير د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نوماند په توګه معرفي کړ

نوومبر 1, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In