ارواښاد دوست محمد شینواری د سید عمر زوی په ۱۳۱۴ لمریز کال کې د شینوارو په بر کلي نومي ځای کې زیږېدلی دی. مور او پلار یې ورباندې دوست محمد نوم اېښی و، خو په کور کلي کې د خان په نامه مشهور و. نوموړي په پښتو ادبیاتو کې د پام وړ کارونه کړي دي. هغه په فولکلور، د پښتو ژبې څېړنو او ادبي تیورۍ کې ګټور او مهم اثار لیکلي دي.
د ارواښاد دوست شینواري په زده کړه کې د ده پلار پوره اغېز درلود. دی یې د علم او فن زده کړې ته هڅاوه. که څه هم د ده پلار یو نالوستی کس و، خو له علم او تعلیم سره یې ډېره مینه درلوده. پلار یې یو ولسي شاعر و. ده هڅه کوله چې ماشومان یې د تعلیم او علم په ګاڼه سمبال شي او تل یې دوی ته د زده کړو او تعلیم زمینه برابروله.
دوست محمد شینواري د لومړنیو زده کړو دوره له اته کلنۍ پیل کړې ده. ده د خپل وخت مروج علوم د پېښور په کوهاټ مدرسه کې لوستي دي او په ۱۳۲۶لمریز کال کې بېرته وطن ته راستون شوی او د تګاب په حمیده مدرسه کې شامل شو. دوه کاله وروسته د کابل په دارالعلوم کې شامل شو. په ۱۳۳۲ لمریز کال له یاد دارالعلوم په عالي درجه بریالی او فارغ شو. بیا د همدغه کال په کب میاشت کې د انیس په ورځپاڼه کې مقرر شو او بیا د ورځپاڼې د ادارې له خوا په ۱۳۴۲لمریز کال کې تحصیلي بورس ته معرفي شو. په تیزبودک کې تر یوه کال زده کړې وروسته بیا د استوف په پوهنتون کې شامل شو او په ۱۳۴۸ لمریز کال کې یې په فلالوژي کې ماسټري واخیسته.
د ۱۳۴۸لمریز کال د اسد په لومړۍ نېټه د پښتو ټولنې علمي غړی شو. هلته یې د پام وړ فعالیتونه وکړل او په څېړنو او مطالعاتو یې لاس پورې کړ. په ۱۳۵۰لمریز کال کې د ثور په لومړۍ نېټه د پښتو ټولنې د لغاتو مدیر وټاکل شو.
په ۱۳۵۳لمریز کال کې د میزان په لومړۍ نېټه د ادب او فلکلور د څانګې علمي غړی وټاکل شو. په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د دې څانکې لوی مدیر شو. په ۱۳۵۷لمریز کال کې د پښتو ټولنې د رياست مرستيال شو. په ۱۳۵۸ لمریز كال کې د دولت د ریاست د نشراتو د دفتر رییس وټاکل شو. په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ټولنیزو علومو غړی شو . په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د څیړنو نړیوال مرکز رییس شو او د ژوند تر پایه د همدې ځای علمي غړی پاتې شو.
ښاغلي دوست شینواري په نظم او نثر دواړو کې قلم چلولی دی. د دوست شینواري په نثر کې ملي موضوعات لومړی مقام لري. هغوی چې د ادبیاتو په اړه مطالعه لري، پوهېږي چې تر خپلواکۍ وروسته پښتو نثر ښه وده کړې ده. په همدې وخت کې پښتانه خپل ملي ژبې ته متوجه شوي دي. ارواښاد دوست شینواری هم یو له هغو لیکوالانو دی چې پښتو نثر ته یې کار کړی دی او مهم ملي موضوعاتو یې د قلم په ژبه بیان کړي دي.
د دوست شینواري نثرونه ساده دي. روانه ژبه لري. د نثرونو جملې یې لنډې دي. مفهوم په ښه توګه لېږدوي. لوستونکی په اسانۍ ترې مطلب اخیستلی شي. د نوموړي په ځینو شعرونو کې د عربي ژبې اغېز هم ښکاري. خو په نثري برخه کې یې بیا دغه اغېز یو څه کمرنګه دی. دا چې دوست شینواری له عربي دارالعلوم څخه فارغ شوی او نورې دیني زده کړې یې هم کړې دي، خو تر خپلې وسې پورې یې د عربي ژبې اغېز پر خپلو اثارو کم کړی دی.
دوست شینواري فولکلوریک مسایل څېړلي او لنډې کیسې یې هم لیکلې دي. دوست شینواری په دغه لار کې یو له سر لارو لیکوالانو دی چې د قدر وړ خدمتونه یې کړي دي او د اوسنۍ لنډې کیسې په معیارونو پوره کیسې یې لیکلې دي. د ارواښاد شینواري (بوږنوونکې شپه) د لنډو کیسو ټولګه کې داسې کیسې راغلې دي چې د معیاري کیسو ټول شرایط پکې مراعات شوي دي.
د ارواښاد دوست؛ کمال او هنر په دې کې و چي په لیکنه کې یې تل توازن په پام کې نیوه. په دې مانا چې لیکنې یې نه په ډېره هنري ژبه چې مصنوعي ژبه خپله کړي او نه یې د عادي خبرو په څېر لیکلې چې خپل هنریت له لاسه ورکړي. په دې توګه نو ویلی شو چې ارواښاد شینواري د هنر او حقیقي ژوند تر منځ توازن ته پام کاوه. «سلګۍ» د دوست شینواري د خوږې او روانې ژبې بېلګه ده چې په ښکلو او رنګینو الفاظو پکې د پښتو او پښتنې ټولنې دودونه منعکس شوي دي.
د دوست شینواري د لیکوالۍ تر څنګ، شعري ژبه هم ښکلې او رنګینه ده. په دغه برخه کې د ښه استعداد خاوند و. دی یو پیاوړی او تکړه شاعر و چی د شعر ژبه یې له سوز او درد سره ملګرې کړې وه. ده تر ډېره په اشعارو کې د پښتون قوم په درد ژړلي او په دغه ویر ماتم یې ډېر اشعار ویلي چې دلته یې د شعر یوه نمونه راوړو:
زما غوښتنه
نه وایم دا چې هاغه راکړه دانه غواړمه
هر څه چې ته راکوې نور له تانه غواړمه
له یو زړه او بینا سترګو نور څه مه راکوه
همدا مې بس دي زه دولت او دنیا نه غواړمه
ښه شوه چی پوه په ښه او بد دې کړم ملا دی ګرم
خو درنه وږی تږی خوی د ملا نه غواړمه
لوږې او تندې قبلوم که مخمصی وی خو هم
د بل د درد د درېدلو فتوا نه غواړمه
دوست شینواري د نظم او نثر تر څنګ ګرامري او ژبپوهنیزې لیکنې هم کړې دي، چې (زړه پانګه) یې د ګرامر یوه ښه بېلګه ده. سر محقق دوست شینواری د معاصرو ادبیاتو یو فرهنګي شخصیت و چې د خپل باثمره ژوند په اوږدو کې یې موږ ته ډېر آثار په میراث پرې اېښي دي. هغه تر ډېره په ژبه او ادبیاتو کې لیکنې کولې، خو د دې تر څنګ یې په نورو برخو کې هم لیکل کړي دي. د افغانستان پر ژبو او توکمونو یې کتاب لیکلی دی. د پښتنو د تاریخ په اړه یې لیکل کړي دي او په دې برخه کې یې له مهمو اثارو استفاده کړې ده.
د ده ځينو اثارو ته لنډه کتنه کوو:
د افغانستان ژبې او توکمونه: دغه اثر د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۵۴ لمریز کال کې په ۴۷۲ مخونو کې چاپ شوی دی. دوست شینواري د خپلې مورنۍ ژبې تر څنګ په دری، اردو، انګلیسي، روسي او عربي ژبه هم پوهیده. د دې تر څنګ، له لرغونو ژبو سره هم اشنا و. نو په دغه کتاب کې یې د افغانستان په بېلابېلو ژبو کې لکه ساکي، یفتلي، پامیري، داردي، بلوچي او د افغانستان پر داسې نورو ژبو بحث کړی دی. نوموړي لرغونې اریایي ژبې لکه اوستا، خوارزمي، سوغدي، یوغني پارتیاني او زړه پاړسي له یو بل سره پرتله کړې دي.
د پښتو ادب لارې: دغه اثر د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۵۶لمریز کال کې په ۱۵۲ مخونو کې چاپ شوی. په دې کې د خلکو دودونه، رواجونه، خرافات، کیسې، متلونه او له اریايي زماني څخه د ده تر وخته پورې د افغانستان د خلکو ټول فولکلوریک مسایل راغلي دي.
زړه پانګه: دغه کتاب په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په ۷۰۷ مخونو کې د علومو اکادمۍ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز له خوا چاپ شوی دی. په دې کتاب کې د کلاسیکې او لرغونې دورې لغات چې په ځینو ځایونو کې یو ډول او په ځینو ځایونو کې بل ډول راغلي، جمعه شوي دي.
د ادب تیورۍ اساسونه: په دغه اثر کې ادبي اثار، هنري مکتبونه، ادبي ژانرونه، ادبي سبکونه، ادبي ولسي ژبه، ویرنه، قصیدې، ادبي ټوټې او ورته نور مهم ادبي نظریات راټول شوي دي.
پښتانه څوک دي؟ : دا کتاب په ۷۳ مخونو کې چاپ شوی چې په هغه کې د پښتنو د تاریخ او په دې اړه مهم نظریات راټول شوي دي.
ښاغلي دوست شینواري د دې کتابونو تر څنګ، هغه لسګونه مقالې هم د پښتو ژبې او ادبیاتو په اړه لیکلې، ژباړلې او خپرې کړې دي. د ده ژباړه هم لکه نثر روانه ده او لوستونکی په وضاحت مطلب ترې اخیستلی شي. دوست شینواري هڅه کړې څو هغه مقالې او اثار را وژباړي چې په پښتو ژبه کې ورته اړتیا وه.
دوست محمد شینواری د هېواد پېژندل شوی مفکر، دیني عالم او پر ادبیاتو پوه کس دی. نوموړی د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی، په ۱۳۷۲لمریز کال کې د وري په ۱۱مه نېټه په ۵۸ کلنۍ کې د زړه د ناروغۍ له امله په روغتون کې وفات شو. د مرحوم جنازه د حمل یا وري په ۱۲مه نېټه د ډېرو علمي شخصیتونو او د مرحوم د خپلوانو او دوستانو په حضور کې د کابل ښار د سیمنټ خانې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
د ښاغلي شینواري په اړه د پښتو ژبې او ادب لیکوالان او څېړونکي بېل نظریات لري. سر محقق عبدالله بختاني د ده په اړه ویلي، دوست شینواري نه یوازې دا چې مهم څېړنیز کارونه کړي دي، بلکې په پښتو ژبه او ادب کې یې خوندور نثري او شعري اثار پنځولي دي. هغه یو خوږ ژبی شاعر و چې شعرونه یې د هېواد د هغه وخت په مطبوعاتو کې خپرېدل. د بختاني په خبره، که کوم څوک له مطبوعاتو د ده اثار راټول کړي، نو غټه مجموعه به ترې جوړه شي.
استاد عبدالرووف بینوا بیا ویلي، چې دوست شینواري په پښتو ژبه کې خواږه نثرونه او روان شعرونه لیکلي. د ده په خبره، د شینواري په شعر کې خوند، قوت او لطافت هم شته. استاد بینوا وايي، د دوست شینواري شعر او شاعري په دارالعلوم کې له شاملېدو سره سمه پيل شوې ده، خو نثر یې هغه وخت پیل کړ چې په انیس ورځپاڼه کې مقرر شو. په پای کې ویلی شو چې ښاغلي دوست شینواري په پښتو ادب کې د پام وړ کارونه کړي دي. د افغانستان ژبې او توکمونه یې داسې اثر دی چې نن هم د علم او ادب د مینه والو په بېلو علمي کړیو کې د استفادې وړ دی. د ده بریا په دې کې وه چې پر ډېرو ژبو یې بلدیت درلود. ده ښه لیکل کول او په بېلو ژبو ورته د تحقیق زمینه برابره وه. له همدې امله یې ژباړې او لیکنې د حساب وړ دي.