تتسو ناکامورا د ۱۹۴۶ ز کال د سپټمبر په پنځلسمه د جاپان په فوکووکای ښار کې زیږېدلی دی. دی په جاپان کې له کیوشو طبي پوهنتون فارغ شو. دا په جاپان کې څلورم تاریخي پوهنتون ګڼل کېږي. دی په ۳۸ کلنۍ کې د جذام پر ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره له یوې جاپانۍ موسسې سره پېښور ته راغی. هلته یې د کډوالو په کمپونو کې د افغان ماشومانو درملنه او د جذام ناروغانو تداوي کوله. ده همدلته د پېښور کای په نامه یو مرکز جوړ کړ. د دغه مرکز او بنسټ له جوړولو دوه کاله وروسته، د هېواد ختیځ ولایت ننګرهار ته راغی او په مرکز جلال اباد کې یې خپله دنده پیل کړه. په ۱۹۹۱ز کال کې یې د دریو کلینیکونو په جوړولو لاس پورې کړ. په دې توګه نو ناکامورا په جلال اباد کې د غیر دولتي مرستندویه ادارې بنسټ کېښود. نوموړي د دغه بنسټ نوم د جاپان د سولې غیر دولتي سازمان کېښود. ده (تیاره ځایونو ته د رڼا رسول) خپل شعار وګرځاوه.
ناکامورا یا د افغانستان کاکا مراد کلونه له دې وروسته د کلونو کلونو لپاره د افغان بېوزله وګړو خدمت ته مټې نغاړلې وې. هغه د کلونو خدمت په اوږدو کې تر لسو ډېر کلینیکونه د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې جوړ کړل. په دې کلینیکونو کې د جذام ناروغۍ او نورو ناروغیو درملنه کېده. تر ډېره یې خدمات بېوزله او کډوالو ته ځانګړي شوي وو. ناکامورا په داسې وخت کې په افغانستان کې خدمت کاوه چې خلک له سختې بېوزلۍ او وچکالۍ ځورېدل. ده ولیدل چې خلک تر هر څه ډېر خوړو او اوبو ته اړتیا لري. خلکو ان د څښاک اوبه نه لرلې، خو هلته په خوا کې د کونړ سیند ګاونډي هېواد ته بهېده. خلکو د خوراک لپاره خواړه نه لرل، خو ځمکې شاړې وې او دښتې سره لمر سېځلې. کاکا مراد دا هر څه وکتل او پر دې پوه شو چې په یو څه زیار د زرګونو خلکو ژوند بدلېدلی شي. ده پرېکړه وکړه چې اوبو او خوراک ته د خلکو لاسرسی ډېر کړي، ځکه په دې ټوګه ناروغۍ پخپله له منځه تللې. ده په لومړي سر کې د ژورو څاګانو د کیندلو پروژه پیل کړه او په دې ډول یې غوښتل خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړي. لسګونه څاګان یې د خپل مرستندویه بنسټ له لارې وکیندل او د څښاک اوبه یې برابرې کړې. د څښاک اوبو لپاره یې شبکې او سیسټمونه جوړ کړل، څو ستونزې راکمې شي او خلک د ژوند له دې مهم عنصر څخه برخمن شي. ناکامورا هغه مهال وویل، د اوبو د یوې شبکې جوړول، تر سلو ډاکټرانو ښه ده.
ناکامورا د اوبو رسونو د شبکو پر جوړولو کار پیل کړ. ده د ننګرهار په بېلو ولسوالیو کې د خلکو لپاره د خیر ښېګڼې کارونه پيل کړل. د مروارید په نوم د اوبو رسولو شبکه یې پيل کړه. په همدې پروژه کې یې د اوبو اته داسې شبکې جوړې کړې، چې زرګونه هکټاره ځمکه یې خړوبوله. د ۲۱مې پېړۍ په لومړنیو کلونو کې یې د ننګرهار کروندګرو ته دا زمینه برابره کړه چې وچې ځمکې خړوبې او زرغونې کړي. داسې سیمه یې پر شنه او زرغون بڼ بدله کړه چې یو وخت وچه دښته او سپېرې دوړې وې. د اوبو یوه شبکه یې ۲۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱ متر سور لري. د مروارید شبکه ۱۶ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي. د ډاکټر ناکامورا تر نظر لاندې غیر دولتي بنسټ تېر کال هم یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له مخې به یې د دغه کانال دویمه برخه هم جوړېږي. پر دې برخه به دوه میلیونه ډالره لګښت راځي چې پلونه، پلچکونه او د اوبو یوه منظمه شبکه به وي. ده غوښتل چې د پروژې په لومړۍ برخه کې د ۱۶ زره هکټاره ځمکې تر زرغونولو وروسته، د همیشه بهار په نوم پروژه تکمیل کړي. خو ژوند ورسره یاري ونه کړه. ده یوازې د ځمکو، ناروغانو، کرنې او دې ته ورته مواردو په برخه کې مرسته نه کوله، بلکې د تعلیم په برخه کې یې هم همکاري کوله.
ناکامورا یو وخت له یوې جاپانۍ مجلې سره په مرکه کې ویلي، لږ تر لږه ۱۶۰۰ د اوبو څاګان یې کېندلي او لسګونه کلینیکونه یې جوړ کړي، تر څنګ یې د خلکو زرګونو هکټارو ځمکو خړوبولو ته لاره جوړه کړې ده. د افغانستان کاکا مراد له سیاست سره کار نه درلود، یوازې په خیریه کارونو کې بوخت و. دی ښه پوهېده چې چېرته ژوند کوي او شاوخوا یې څومره خطرونه ننګولی شي؛ خو له خپلو کارونو سره یې سخته مینه وه. له خلکو سره یې مینه وه او په کم وخت کې یې پښتو زده کړه. ۳۰ کاله یې د افغانستان د خلکو تر څنګ په مینه، ورورولۍ او اخلاص کې ژوند وکړ. ده غوښتل جګړې له دې هېواده ورکې شي، خلک په امن کې ژوند وکړي او د یو بل تر څنګ د دایمي پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړي.
ناکامورا پر دې باور و، چې د لوږې په موجودیت کې د خلکو درملنه کول بې ګټې دي. د ده یوه مهمه خبره ده چې ویل به یې: ((لوږه او تنده په درملو نه ورکېږي)). په همدې فکر کې و چې د بېوزله او دردمنو افغانانو اصلي درد چې فقر او له امکاناتو استفاده نه کول دي، ختم کړي. ځکه خو یې د خپل اصلي مسلک تر څنګ چې طب و، په زراعت او کرکیله کې هم فعالیتونه پيل کړل. ده غوښتل چې خلک په خېټه ماړه شي، اقتصاد یې ښه شي او په دې توګه ناروغۍ او سل ستونزې نورې پخپله ختمېدلی شي. ناکامورا په داسې یوه هېواد کې د مرستې، مینې او همدردۍ زړي کرل چې جګړه او ویر پکې تر هر څه مشهور دي. دلته مرګ او جګړه د انسانانو د ورځني ژوند برخه دي، خو کاکا مراد غوښتل دا دود نور بدل کړي. هغه د جګړې ضد فکر خپراوه او افغانان یې په خپلو کې همکارۍ او مرستې ته رابلل.
ناکامورا غوښتل په راتلونکو کلونو کې نږدې ۶۵۰ زره کسان په سوکالۍ، زرغونتیا او امن کې ژوند وکړي او په ښایسته چاپېریال کې و اوسېږي. د نوموړي خدمات په افغانستان غوندې هېواد کې د ستایلو دي او په دومره اسانه یې له خدماتو او ژونده نه شو تېرېدلی. کاکا مراد له سختو لارو تېرېده، په اوبو کې د ډوبېدو خطر یې په ځان ومانه، د جګړو او ګولیو په منځ کې یې د خلکو مرستې ته ځان رساوه، هر ګام ورته له خطره ډک و، تر څنګ یې کولی شوای په خپل هېواد کې سوکاله او ارام ژوند ولري، خو ده د افغانانو مرسته تر هر څه مهمه بلله. ده به ویل که په افغانستان کې مړ شي، خوشاله به وي. افغانستان ورته ګران و او غوښتل یې دغه هېواد د تل لپاره له سوکالۍ او سولې برخمن شي.
مخکې مو هم وویل چې کاکا مراد طب لوستی و. له افغان کډوالو سره یې په پېښور کې کار او مرسته پيل کړل. بیا له افغانانو سره مینې جلال اباد ته راوست. دلته یې هم په همکاریو او کار پیل وکړ. خو په ۲۰۰۰ ز کال کې وچکالۍ او د خلکو سختې بېوزلۍ د ده ژوند هم بدل کړ. ده پرېکړه وکړه چې د طب تر څنګ د کرنې او زراعت په برخه کې هم له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي. هره ورځ لسګونه ماشومان د وچکالۍ او خوارځواکۍ له امله وژل کېدل. ناکامورا وايي، دې مسئلې سخت ځوراوه. د وچکالۍ له امله د ناروغانو کچه لوړه شوه. زه د هغو پېښو شاهد وم چې کېدای شوای کلي او بانډې یې ختمې کړې وای.
دی پخپله یوه مرکه کې وایي، هېڅ وخت یې د طبابت له کاره لاس پر سر شوی نه دی. خو پر دې باور دی چې طبابت خپل حد او مرز لري. دی وايي، هلته چې خلک د څښاک او خوراک لپاره څه نه لري، درمل او درملنه څه مانا. اوبه چې پاکې نه وي، نو ډاکټر او درملتون به تر څو خلکو ته دوا ورکوي. دی وايي، له همدې امله یې پرېکړه وکړه او څو څو ځله یې جاپان ته سفر وکړ. له توکیو یې د خلکو د درملنې لپاره مرستې راوړې. د ځمکو د زرغونولو او ابادولو لپاره یې څو ځله له مرستندویه موسسو سره خبرې وکړې، توکیو ته لاړ او د جاپان حکومت مرستې یې جذب کړې.
ناکامورا د اوبو د شبکو تر جوړولو وروسته، دې ته پام وکړ چې د خلکو سیمه ییز صنعت او کاروبار چې د ګوړې تولید و، هغه ته هم تر یوه حده کار وکړي. همدا چې ځمکې زرغونې شوې، خلکو د نیشکر په کرلو لاس پورې کړ او د ګوړې تولید هم ډېر شو. د غواګانو د ساتلو فارمونه یې جوړ کړل او د محصولاتو تولید یې ډېر کړ. د میوو او سبزيو بازار هم تود شو. تتسو ناکامورا ورو ورو په ننګرهار کې د خلکو د خوښې وړ کس شو. هغه هم له افغاني فرهنګ سره مینه پيدا کړه. پښتو یې زده کړه. د پښتنو جامې به یې اغوستې. له خلکو سره یې د دوی په ژبه خبرې کولې. د خلکو په منځ کې یې محبوبیت د دې سبب شو چې له مینې د ناکامورا پر ځای کاکا مراد ورته ووايي.
ناکامورا ته د فعالیت او ژوند پر مهال ډېر ګواښونه شوي وو، خو هغه له خپله کاره په شا نه شو. یو ۳۱ کلن ملګری یې کازویا ایتوی په ۱۳۸۷لمریز کال کې ووژل شو. هغه هم د روغتیا او زراعت په برخه کې له ناکامورا سره کار کاوه. دی زړور و او په پوره مینه یې له ګواښونو سره سره خپل کار ته ادامه ورکوله. په ۱۳۸۲ لمریز کال کې یې د غوره خدماتو د تر سره کولو له امله د (رامون مګساسای) جایزه وګټله. دا یوه اسیايي جایزه ده چې ارمان پاله او عمل پاله خلکو ته ورکول کېږي او د نوبل د جایزې هومره ارزښت لري. په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په خپل ښار کې د بې بدیله خدماتو تر سره کوونکی وبلل شو. دی په جاپان کې ۲۴م کس دی چې دغه لقب ګټي او د فوکووکا مشهوره جایزه په خپل نوم کوي. په همدې کال کې د کیکو چي کان جایزه هم ګټي. دا جایزه تر ډېره لیکوالانو او د هنر خاوندانو ته ورکول کېږي. له همدې یې دری کاله وروسته د چین حکومت یو لوړ او مهم نښان خپل کړ. دا نښان (د لمر ختل) نومېږي. دا نښان د جاپاني امپراطورانو له لوري جوړ شوی دی. هر کال هغه چا ته ورکول کېږي چې د چاپېریال ساتنې او ژوند په ښه والي کې یې عملي او رغنده فعالیتونه تر سره کړي وي.
ناکامورا هغه غږ چې د ابادۍ لپاره پورته شوی و چوپ شو. په ۷۳ کلنۍ کې ناپېژانده وسله والو دغه جاپاني الاصله افغان ډاکټر د جلال اباد ښار په زړه کې وویشت. نوموړي د افغانستان لپاره ارمانونه لرل. ده په یوه مرکه کې ویلي وو، خوشاله به وي که په افغانستان کې مړ شي. دا ارمان یې پوره شو؛ خو د ابادۍ ارمانونه یې نیمګړي پاتې شول. د ده تر مړینې وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې هر افغان د ویر په ټغر ناست و. هر چا ساندې ویلې او د هغه وژل یې له بشریت سره جفا بلله. د جاپان حکومت، افغان حکومت، ملګرو ملتونو، امریکا او لسګونو نړیوالو او ملي بنسټونو د هغه پر مرګ غبرګون وښود. ولسمشر غني او لسګونو لوړپوړو افغان چارواکو یې د جنازې په ځانګړو مراسمو کې برخه واخیسته. تر هوايي ډګره یې د ده جنازه بدرګه کړه. دی یې یو بې بدیله اتل وباله او د افغانستان لپاره یې د هغه خدمات نه هېرېدونکي او تلپاتې وبلل.