جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

میوند د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

دسمبر 15, 2019
in پوهنتون
0 0

میوند د لوړو زده کړو خصوصي موسسې، په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته، خپلې لومړنۍ چارې  په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل کړې دي. د میوند د لوړو زده کړو خصوصي موسسې مالي او اداري مدیر ذبیح الله هاشمي وایي، د لوړو زده کړو دغې موسسې په لومړي سر کې دوه پوهنځي (اقتصاد او کمپیوټر ساینس) درلودل. ښاغلی هاشمي وایي، دا چې دوی د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره سم فعالیت کړی و، نو دغه وزارت ورته په امتیازي ډول د ښوونې او روزنې پوهنځي د فعالیت اجازه هم ورکړه. خو نوموړی وایي چې د حقوقو پوهنځي چارې یې هم تر یوې کچې مخ ته تللې دي، چې په ټوله کې اوس میوند د لوړو زده کړو موسسه څلور پوهنځي (اقتصاد، کمپیوټر ساینس، ښوونه او روزنه او حقوق او سیاسي علوم) لري؛ خو په حقوقو پوهنځي کې یې تر اوسه پورې محصلین نه دي جذب کړي.

د ښاغلي ذبیح الله هاشمي په خبره، د اقتصاد پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (مالي او اداري)، کمپیوټر ساینس پوهنځی یې (د ټکنالوژۍ) ډېپارټمنټ لري او ښوونې او روزنې پوهنځی یې بیا لس ډېپارټمنټونه لري. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې اوسمهال د څلورو زرو په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۷۵ سلنه یې ښځینه محصلینې دي. دا چې میوند د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه پورې پوهنتون ته ارتقاع نه ده کړې، نو د ماسټرۍ کوم پروګرام هم نه لري، خو ښاغلی هاشمي وایي چې لومړی باید له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي او وروسته به د ماسټرۍ کارونه پیلوي.

د میوند د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري برخې مدیر ذبیح الله هاشمي وایي، تر اوسه یې په پنځلسو دورو کې اته زره محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې ډېری یې اوس په دولتي او خصوصي ادارو کې په بېلابېلو بستونو کار کوي. دی وایي، د ورځې په دریو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي. د نوموړي په خبره، دوه وختونه یې د هغو کسانو لپاره دي چې د ورځې په اوږدو کې رسمي دنده لري او هغه محصلین چې رسمي دنده نه لري، د سهار له نهو تر ۱۲ بجو پورې د زده کړو لپاره ورځي. هاشمي وایي، د جذب کچه یې خورا لوړه ده. دی وایي، په هر کانکور کې د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې محصلین جذبوي.

هاشمي وایي، له ۳۰۰ څخه زیات استادان لري چې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د هغه په خبره، میوند د لوړو زده کړو موسسه د خپلو استادانو د زده کړو د کچې لوړوالي ته پام کوي او بهرنیو هېوادونو ته یې د دوکتورا او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون لپاره استوي. د نوموړي په خبره، اوس یې هم ځینې استادان په هند کې پر ماسټرۍ اخیستو بوخت دي. میوند د لوړو زده کړو موسسه په کابل ښار کې دری فعالې څانګې لري.

د لوړو زده کړو د یادې موسسې مالي او اداري مدیر وایي، د خصوصي پوهنتونونو په کچه تر ټولو معیاري او مجهز کتابتون لري، چې د شلو زرو ټوکو په شاوخوا کې بېلابېل علمي کتابونه پکې موجود دي. دی وایي، دغه کتابونه چې د پوهنځیو اړوند او نور علمي کتابونه پکې دي، تازه یې له هند او نورو هېوادونو څخه راوړي، څو یې محصلین او استادان ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. ښاغلی هاشمي وایي، هڅه یې دا ده چې د محصلینو او استادانو د اړتیا وړ ټول کتابونه په خپل کتابتون کې ولري.

میوند د لوړو زده کړو موسسه هم د نورو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسه په څېر، محصلینو ته تخفیف ورکوي. د دې موسسې مالي او اداري مدیر وایي، له لوړو زده کړو وزارت، د خصوصي پوهنتونونو له ریاست، ځوانانو معینیت او ځینو نورو ادارو سره هوکړه لري چې له مخې یې هغه محصلین چې د دې ادارو له لوري ورته معرفي کېږي، په ځانګړي تخفیف اړوندو پوهنځیو ته جذبوي او لوړې زده کړې کوي. د هاشمي په خبره، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي ډیپلومونو وېش دوره یي دی او دغه لړۍ تر اوسه پورې میوند د لوړو زده کړو موسسې ته نه ده رسېدلې، نو فارغ شویو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوې پاڼې ورکوي، چې محصلین کولای شي په کور د ننه او بهر کې پرې لا نورې لوړې زده کړې وکړي او دنده واخلي.

د دې موسسې اداره وایي، راتلونکي پلانونه یې دا دي چې لومړی باید پوهنتون ته ارتقاع وکړی، ور پسې په ځینو پوهنځيو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي او د هېواد په کچه د پوهنتون لپاره دایمي او لویه ودانۍ ولري، څو خپلې ټولې څانګې یوه ځای ته را ټولې کړي او د محصلینو لپاره د زده کړو یوه ارامه فضا برابره کړي. د ښاغلي هاشمي په خبره، تر اوسه پورې د کوم بل نوي پوهنځي د تاسیس پلان نه لري. دغه موسسه په هېواد کې د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري او غواړي دغه اړیکې لا پیاوړې کړي، څو د یو او بل له تجربو ګټه واخلي.

د میوند د لوړو زده کړو موسسه له لوړو زده کړو وزارت څخه کومه ځانګړې غوښتنه نه لري، خو د تضمین کیفیت پروګرام یې ستایي او وایي چې خصوصي پوهنتونونه باید تر څار لاندې ونیول شي، څو خلک پر خصوصي پوهنتونونو باندې باور وکړي او زده کړو کولو ته په کې زړه ښه کړي. د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، ډېری خصوصي پوهنتونونه خپلې دایمي ودانۍ نه لري او په ډېره لوړه کچه مالیه پرې کوي، چې دغه څه یې د پرمختګ مخه نیسي. د دې تر څنګ، لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر باندې په خصوصي پوهنتونون کې د هر ډول نویو اقداماتو او تاسیساتو مخه نیولې ده، چې دا د خصوصي پوهنتونونو په زیان ده او د پرمختګ مخه یې ډپ کړې ده. دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه سترګه وګوري او د متوازن پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.

Share4Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In