پرمختللي شرکتونه هغو ټکو ته پام کوي چې له نورو شرکتونو یې مخکې کوي. هغوی له خپلو سیالانو سره د سیالۍ پر لارو چارو پوهېږي او په بازارونو کې پر خپل نوم لوړولو دومره تمرکز کوي، څو ټوله نړۍ د دوی ځانګړتیاوې او غوره تولید وپېژني. تلساء (د موټرو د تولید یو شرکت دی) اوس اوس داسې یو موټر بازار ته وړاندې کړی، چې بیه یې سل زره ډالر ده. خورا ګړندی دی، د بېطرۍ په واسطه کار کوي او هره بېطرۍ یې تر سلو زرو میلو لارې وهلو پورې دوام کوي؛ څومره په زړه پورې ده! نو د متفاوت اوسېدو جرئت ولری، په صنعت کې د داسې نوښتونو پنځوونکي اوسئ چې تر اوسه نه وي رامنځ ته شوي. نوښت وکړئ، غوره اوسئ او لویې هیلې ولری. هغه ټکي وپېژنئ چې تاسې له نورو ځانګړي کوي او د پرمختګ فرصت درته برابروي. که دا وړتیا ونه لری، بیا نو څه ډول له خپلو سیالانو سره سیالي کولای شی؟ نوښت مو ژوند ښه کوي او د پرمختګ لامل مو کېږي. کولای شی هماغه کار چې نور خلک یې هم کوي، په یوه نوې بڼه او داسې بڼه تر سره کړی چې د خلکو پام در واړوی.