د يوې نوې څېړنې له مخې دا په ډاګه شوې چې د زيتون تيل پر سرطان اخته انسان د سرطان له ناروغۍ ځخه ژغورلای شي او کارول يې زيان نه لري. هاورډ پوهنتون په دې څېړنه کې ويلي دي چې زيتون په خپل جوړښت کې (کنټال) ماده لري، کنټال هغه ماده ده چې د سرطان وايروس ځپلي حجرې له منځه وړي او هغه حجري چې لا تر اوسه د سرطان پر وايروس نه دي ککړې شوې، د سرطان له وايروس څخه يې خوندي ساتي. په څېړنه کې راغلي دي چې کنټال ځپل شوې حجرې ته ننوځي او پروټين خارجوي چې دغه پروټين د ځپل شوې حجرې په ختمېدو کې لويه دنده تر سره کوي. نن سبا په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم د معدې او کلمو د سرطان د درملنې په موخه د زيتون تېل کارول کېږي. ساينسپوهانو له زيتونه د دې حيرانوونکو ګټو د لاس ته راوړلو په موخه لومړی د زيتون (کنټال) ماده پر ژوندي سرطان کارولې او وې ليدل چې د سرطان له وايروسه اغېزمن شوې حجره له منځه ځي. په څېړنه کې دا هم ويل شوي دي چې دا اړينه نه ده چې سل په سلو کې دي د سرطان ناروغ د زيتون د تيلو په خوړلو روغ شي او سرطان دي له منځه يوسي. د زيتون تېل د سرطان په ځپلو کې اغېزمن دي؛ خو د کيمو تراپي (Chemotherapy) په څېر بدې پايلې نه لري.