یوه نوې څېړنه ښيي، هغه انسانان چې خپل پروټین له نباتاتو تر لاسه کوي، تر هغوی ډېر عمر کوي چې د پروټین اخیستلو لپاره له غوښو څخه ګټه اخلي. دا څېړنه د دوو کلونو په موده کې په جاپان کې تر سره شوې ده. د څېړنې پر اساس، هغه کسان چې له نباتي خوړو څخه یې پروټین تر لاسه کړي، د هغو کسانو په پرتله کم د زړه او رګونو پر ناروغۍ اخته کیږي چې دا کار نه کوي. تر دې مخکې په نورو طبي او علمي څېړنو کې هم دا ثابته شوې وه، چې د نباتاتو پروټین د زړه او رګونو پر ناروغیو د انسان د اخته کېدو مخه نیسي او بر عکس د حیواناتو پروټین پر یادو ناروغیو د انسانانو اخته کېدو ته لار پرانیزي. دغه نوې څېړنه وايي، که حیواني پروټین دری سلنه کم استعمال او پر ځای يې نباتي پروټین استعمال شي، پر سرطان د انسان د اخته کېدو چانس ۳۹سلنه او د زړه او رګونو پر ناروغیو د اخته کېدو چانس ۴۲ سلنه کموي. څېړونکي وايي، د سویا، عدس، لوبیا او نخودو خوړل د وازګو او وینې د فشار په کمولو کې مهم رول لري او همدغه راز وزن هم کنټرولوي. خو د حیواني پروټینو او غوښو ډېر خوړل د شکرې، زړه، سرطان او رګونو د ناروغیو سبب کیږي.