چارلز دیکنز د نړۍ په کچه مشهور لیکوال دی. هغه د داستاني ادب په برخه کې وتلی نوم دی. چارلز دیکنز په انګلیسي ژبه کې ناولونه پنځولي، د ویکتوریا د عصر مهم لیکوال، ټولنیز فعال او وړ کس و چې په خپل وخت کې یې خورا شهرت درلود. د وتلي معاصر انګلیسي لیکوال جیمز جویس په خبره، له شکسپیر وروسته چارلز دیکنز په انګلیسي ژبه او ادب کې د نړۍ تر ټولو اغېزناک لیکوال تېر شوی دی. هغه ځکه ستایل کېږي چې پیاوړی نثر یې لیکه، په زړه پورې شخصیتونه یې پنځول او کرکټرونه یې د هېرېدو نه دي.
چارلز دیکنز د ۱۸۱۲ ز کال د فبرورۍ په اوومه د انګلیستان په پورتس موث کې زیږېدلی دی. هغه د خپلې اته کسیزې کورنۍ دویم اولاد و. د مور نوم یې الیزابت دیکنز او د پلار نوم یې جان دیکنز و. د چارلز دیکنز د ژوند لومړني کلونه یوې کیسې ته ورته دي. ده به ویل چې په کورنۍ کې یو څه کوچنی و، خو دومره مراقبت یې نه کېده. ډېر وخت به له کوره بهر و او هلته به یې له ماشومانو سره لوبې کولې او چکرې به یې وهلې. په نوې ځوانۍ کې یې مطالعه پيل کړه او له ناول لوستلو سره یې مینه وه.
د چارلز دیکنز کورنۍ تر یوې کچې شتمنه وه. تر یوې مودې پورې یې په ویلیام ګیلز ښوونځي کې زده کړې وکړې. خو په دې وخت کې یې ارامتیا ختمه شوه. پلار یې په تفریحي کارونو او دغه راز په ټولنه کې د خپل موقف د ساتلو لپاره ډېرې پیسې لګولې. خو وروسته دا لړۍ دې حد ته را ورسېده چې ډېر پوروړی شو او ان د لندن د پوروړیو په زندان کې بندي شو.
چارلز دیکنز په ۱۲ کلنۍ کې داسې فکر کاوه چې نور نو ځوان او لوی شوی دی. له همدې امله یې د کښتۍ جوړونې په یوه فابریکه کې کار پیل کړ. هغه به هره ورځ لس ساعته کار کاوه. ده به چې کومې پیسې له دې درکه ګټلې، هغه به یې د کور په کرایه لګولې، له پلار سره به یې په زندان کې مرسته کوله او د کور لګښتونه به یې ترې پوره کول. خو یو څه وخت وروسته د دې کورنۍ مالي حالت ځکه ښه شو چې له نیکونو پیسې په میراث ورته پاتې وې. سره له دې چې د کورنۍ مالي وضعیت مخ په ښه کېدو و، خو د چارلز مور لا هم دی کار ته لېږلو او له ده به یې غوښتل چې پیسې وګټي. له همدې امله چارلز هېڅ وخت د خپلې مور د بښلو لپاره زړه ښه نه کړ او د ده پر ژوند دې کار او سختۍ اغېز وکړ. ځینې لیکوالان پر دې باور دي چې د چارلز دیکنز د اثارو اصلي سرچینه همدا سختۍ وې، د اثارو اصلي سرچینه او بنسټ یې همدا سختۍ او ناخوالې بلل کېږي.
چارلز دیکنز د خپل ژوند سختۍ په یوه کتاب کې د داستان په بڼه راټولې کړې دي. دې کتاب ته یې دیوید کاپرفیلد نوم ورکړی. دی د خپل ځان په اړه وايي: ((زما لپاره هېڅ ډول پند، هڅونه، دلداري، یاري، ملاتړ او مرسته د هېچا له لوري نه وه. زه دې ځای ته رسېدلی وم، چې غوښتل مې ډېر ژر جنت ته لاړ شم)).
د دې سختیو او کارونو تر څنګ، دیکنز زده کړې هم کولې. په ۱۸۲۷ ز کال کې چارلز د آلیس او بلکمور په نامه په یوه بنسټ کې د حقوقي کارمند په توګه دنده پیل کړه. دی چې کله د وروستي سمیسټر محصل و، پر دې پوه شو چې د وکالت ښه استعداد لري. دا داسې یو مسلک و چې وروسته یې په ډېرو اثارو کې له دې مسلکه کرکه کړې ده. اوولس کلن و چې په محکمه کې یې د پرېکړو او قضیو د لیکوال په توګه دنده پیل کړه.
د وکالت پر مهال یې دا دنده خوښه نه شوه او نه هم په محکمه کې لیکوالي ورته په زړه پورې وه، نو د لندن اوضاع ته په کتو یې خبریالي غوره کړه. ده نو د خبریال په توګه دنده پیل کړه او لنډ لیکلو یا خلاصه لیکلو په برخه کې یې خپل مهارت ثابت کړ. دیکنز په ۱۸۲۹ ز کال کې د ماریا بیدنل په نامه پر یوه نجلۍ باندې مین شو. خو د ماریکا کورنۍ دی په ټولنه کې تر ځان ټيټ وګاڼه او د واده مخالفت یې وکړ. وروسته دیکنز په کاپرفېلد ناول کې د ماریا او ځان مینه د دورا او کاپرفېلد په نامه انځور کړه. د لومړي ځل لپاره په ۱۸۳۳ ز کال کې چارلز دیکنز خپله لومړنۍ ادبي طرحه خپره کړه. په دې پسې یې څو کاله وروسته بله طرحه هم خپره کړه. په دې وخت کې دی له مورنینګ کرونیکل سره یو ځای شوی او خپلې طرحې یې په پوپلار کې خپرې کړې. له همدې سره جوخت دیکنز مجبور شو چې د پارلماني ټاکنو په اړو دوړ کې داخل شي، راپورونه راټول کړي، له خلکو سره هسک ټيټ شي، ټولنیزې اړیکې یې پراخې شي او دا لړۍ ورځ تر بلې لا ډېره وغوړېږي.
هغه په ۱۸۳۶ ز کال کې دوه کاله د طرحو تر خپرولو وروسته له کاترین هوګارت سره واده وکړ. وروسته یې د تړلو او مسلسلو داستانونو د لیکلو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړه. دغه داستانونه وروسته د پیکویک په نامه مشهور شول. ده لا د وړاندې د بنتلیز مسیلاني مسوول مدیریت منلی و. په هغه کې یې الیور تویست په ۱۸۳۷ تر ۱۸۳۹ ز کال پورې خپور کړ. دیکنز د ۱۸۷۳۷ ز کال په لومړیو کې د لومړني اولاد څښتن شو. دی وروسته د لسو اولادونو پلار شو.
مخکې مو هم یادونه وکړه چې چارلز دیکنز یو مدني فعال هم و او په بشرپاله فعالیتونو کې یې برخه اخیسته. په ۱۸۳۸ز کال کې یې د یورکشایر له ښوونځیو لیدنه وکړه او په نیکلاس نیکلبي کې یې د دې ښوونځیو په اړه لیکنې خپرې کړې.
دیکنز په ۱۸۴۲ز کال کې چې د شهرت په اوج کې و، امریکا او فرانسې ته سفر وکړ. امریکا ته د سفر پر مهال د خلکو له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو. په همدې اړه یې د امریکا یادښتونه او مارتین چارلز لویت اثار هم خپاره کړي دي. ده د امریکا ستاینې کړې دي او همدا راز ټول هغه څه یې هم لیکلي چې د دیکنز په باور د کرکې وړ دي او د ده نه دي خوښ شوي. په ۱۸۴۴ او ۱۸۴۵ ز کلونو کې یې اېټالیا ته سفر وکړ. په دې اړه یې هم کتابونه لیکلي دي. د خپل هېواد د بېوزلو لپاره یې له اېټالیا الهام واخیست او په دې اړه یې اثار خپاره کړل. له اېټالیا چې بېرته راوګرځېد، تر یوې مودې د ډيلي نیوز مسوول و. بیا یې د بېوزلانو د ښوونځیو د وضعیت ښه کېدو په موخه مبارزه پیل کړه او همدا راز د دې پر وړاندې کلک ولاړ و، چې نور دې خلک په عام محضر کې د ټولو خلکو د سترګو په مخ کې نه اعدامېږي.
وروسته له دې چې خپل مشهور ناول دیوید کاپرفېلد یې خپور کړ، نو خپله یې یوه مجله جوړه کړه. مجله یې هاوسولډ ورډز نومېده. په دې کې یې پخپل سبک لیکنې کولې. خبرې یې اساسي او انساني وې.
دیکنز د جورج الیوت، امیل زولا، دفو او نورو په څېر لیکوالي له خبریالۍ پیل کړې ده. تر واقعیت وروسته یې خیال ته تللی او هلته یې په ناولونو کې خیالي نړۍ پنځولې ده. په لومړي سر کې یې کار دا و، چې له پارلماني غونډو یې باید راپورونه جوړ کړي وی، خو کار یې په سرعت لیکوالۍ ته لاړ او هلته یې وده وکړه. طرحې یې خپرې کړې، مقالې یې ولیکلې او همدې لیکوالۍ یې تدریجي ودې ته زمینه برابره کړه. له لیکوالۍ سره یې له خبریالۍ هم لاس وا نه خیست. دی تل د مجلو او ورځپاڼو مسوول مدیر پاتې شوی دی. لیکل به یې کول، سرلیکنې به یې لیکلې، ویناوې به یې کولې او پر لیکوالۍ به هم بوخت و.
دیکنز خپله لیکوالي د ادبي طرحو له لیکلو پیل کړې ده. دی په ستاینه کې استاد دی. د انځور په جوړولو کې پوره مهارت لري. دومره په دقت انځور جوړوي چې لوستونکی هر څه احساسولی شي. دی د لندن په سړکونو کې لوستونکی ګرځوي، دوړې او نم یې ورباندې احساسوي او پیکه څراغونه ورباندې ویني. د دیکنز د اثارو لوستل په یوه سینما کې د فیلم کتلو ته ورته دي، که لوستونکی دقیق وي هر څه پخپلو سترګو لیدل او احساسولی شي. دیکنز د دې تر څنګ ځانګړې طنزي ژبه لرله. ده د کمیډۍ او طنز په برخه کې ځانګړی او پیاوړی استعداد درلود. دی که وغواړي لوستونکی په پوره مهارت خندولی او حیرانولی شي. د هغه کرکټرونه تر ډېره خندني وي، دا مسئله په طرحو کې تر ډېره د پام وړ ده. د دیکنز یوه بله ځانګړنه دا ده، چې اغېزناک او له مزې ډک لیکل کوي. دی په خپلو طرحو کې هم تحلیل او تجزیه لري، هم قناعت درکوي او هم تفاهم رامنځ ته کوي، چې دا یو مهم او ارزښتناک مهارت دی. دیوید کاپرفېلد بیا د دیکنز د هنر له پوخوالي سرچینه اخلي. په دې اثر کې پر ټولنیزو مسایلو نقد کم دی. په دې اثر کې تر ډېره فامیلي او روحاني موضوعات راغلي دي، خو ډېر په ټولنیزو مسایلو کې نه ښکېلېږي. دا تر ډېره د لیکوال پر خپل ژوند راڅرخي، خپلې خاطرې یې پکې ځای کړې دي، نو د ده د ژوند او حاکم ټولنیز وضعیت انځور پکې ښکاري.
دیکنز وروسته په نورو ناولونو کې د اسانه حللارو له وړاندې کولو لاس اخلي. د سختۍ وختونه، کوچنی دوریت، د دوو ښارونو داستان او سترې هیلې یې هغه اثار دي چې خپل توقعات یې پکې محدود کړي دي. بیا یې هم کرکټرونه د ټولنې عادي وګړي دي. په پوره احساساتي توګه خپل کرکټر انځوروي او لوستونکی اړ باسي چې خواخوږي ورسره وکړي.
دیکنز متوسط ژوند درلود. په ورځپاڼو او مجلو کې به یې له ټولنیزو مسایلو نیولې د حکومت تر کړنو پورې نیوکې کولې او حللارې یې وړاندې کولې. د لیکوالۍ او ادبیاتو له درکه په ګټلو پیسو بریالی شو چې یو کور واخلي. د خپلو اولادونو پالنه یې کوله، د نوموړو په کارونو کې یې د مداخلې لېوالتیا نه لرله. په ده پسې داسې هم ویل کېدل چې د خپل وخت له یوې سندرغاړې سره یې اړیکې لرلې، خو ده دغه ډول ګنګوسې ردولې او ځینې لیکنې یې په دې اړه خپرې کړې.
دیکنز دا یوه ستره هیله لرله چې په نړۍ کې یو بې جوړې اثر ولیکي او چاپ یې کړي. په ۱۸۶۰ ز کال کې ده لیکل کول، هر څه بدلېدل او کله کله به الن ترنان هم ورسره وه. ده لیکوالي کوله او له مالي اړخه یې هېڅ راز کمی نه درلود. په ۱۸۶۷ او ۱۸۶۸ ز کال کې بیا امریکا ته لاړ. جسماني وضعیت یې کمزوری و او مخ پر ځوړ روان و. چپې پښې یې یاري نه ورسره کوله، ډاکټرانو د جزيي فلجېدو په اړه هم ورته ویلي وو او ځينې وخت یې ان لوستل هم نه شوی کولی. دا ستونزې او جسماني زړښت تر دې مخ ته لاړ چې په ۱۸۷۰ ز کال کې د جون په نهمه د زړه د سکتې له امله ومړ. نوموړی هغه مهال او اوس هم د نړۍ په مشهورو لیکوالانو کې راځي. د نړیوال ادب او ادبي فرهنګ د غنی لپاره یې هڅې کړې دي او قلم یې چلولی دی. اثار یې لا هم په نړۍ کې لوستونکي لري او په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي.