ډېری داسې محصولات یا خواړه شته چې پر بدن مو ښه اغېز نه کوي، ځان ترې وژغورئ، لکه ناسالم غوړ، بوره، مالګه، الکول او آن کافیین. دغه شیان کولای شي په بدن کې بېلابېل پروټین له منځه یوسي او پوستکی مو ور سره وچ او بې خونده شي. د پوستکي لپاره ګټور خواړه کوم دي؟ دلته یې یادونه کوو:
انار؛ هغه مېوه چې په پراخه کچه ویټامینونه او د اکسایډ ضد ماده لري.
زیتون تیل: د زیتون تېل اومیګا ۳ اسیدونه لري او دغه اسیدونه د پوستکي لپاره خورا ګټور دي.
توت: توت د اکسایډ ضد مادو لرونکې مېوه ده چې د پوستکي حجرو په ساتلو کې مرسته کوي او د وینې د لوړ فشار مخه نیسي.
شین چای: بدن د اکسایډ له اغېز ژغوري.
سبزي: پاڼې لرونکي سبزي لکه پالک او نور د التهاب ضد ځانګړتیاوې لري او د A، C او K وېټامینونو غني سرچینه ده.
کبان: کبان اومیګا ۳ اسیدونه او همدا راز ګټور غوړ لري.
اوبه: اوبه د زړښت د مخنیوي په برخه کې غوره ماده ده. د ورځې په بېلابېلو وختونو کې په مسلسل ډول اوبه څښل ضروري دي. دا د میتابولیک پروسو ملاتړ کوي او د پوستکي د وچوالي مخه نیسي.