یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

ازهر د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

دسمبر 29, 2019
in پوهنتون
0 0

ازهر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې له لوړو زده کړو وزارت سره تر ثبت او راجستر وروسته، په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د دوو پوهنځیو (حقوق او سیاسي علوم او شرعیاتو ) په درلودلو سره خپلې چارې پیل کړې او په یادو دوو پوهنځیو کې یې عملاً محصلین جذب کړل. د دې موسسې اداره وتوانېده چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د یوه بل پوهنځي (ښوونې او روزنې) جواز هم تر لاسه کړي. د دې موسسې سرپرست رییس ښاغلی احمد مسي حامي وایي، په همدې کال یې د اقتصاد پوهنځي جواز هم تر لاسه کړ، خو د ځینو ستونزو له کبله یې په رسمي ډول چارې پیل نه شوې او د ستونزو تر رفع کېدو وروسته، دوی و توانېدل چې سږ کال (۱۳۹۸) د اقتصاد پوهنځي لپاره هم محصلین جذب کړي. اوسمهال د لوړو زده کړو دغه موسسه څلور پوهنځي لري او محصلین پکې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې کوي.

د ازهر د لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه (فقه او قانون او اسلامي تعلیمات) لري، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) لري، اقتصاد پوهنځی یې بیا دری ډېپارټمنټونه (اداره  او منجمنټ، ملي اقتصاد او مالي او بانکي امورو) لري او په ښوونې او روزنې پوهنځي کې څلور ډېپارټمنټونه (دری ادبیات، انګلیسي ادبیات، ریاضي او کمپیوټرساینس) لري. ښاغلی حامي وایي، په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یې له دې وړاندې ډېر ډېپارټمنټونه درلودل، چې بیاوروسته ځینې یې د لوړو زده کړو وزارت په حکم وتړل شول او اوس یوازې همدا څلور ډېپارټمنټونه پکې فعال دي.

ازهر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري، چې څلوېښت سلنه یې ښځینه او پاتې یې نارینه محصلین دي. د دې موسسې د سرپرست رییس په خبره، د نارینه محصلینو لپاره یې بېل او د ښځینه وو لپاره بیا بېل درسي وخت ټاکلی، څو ښځینه محصلینې وکړای شي چې په یوه امنه او ډاډمنه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. دی وایي، ښځینه محصلینې یې د سهار له خوا او نارینه بیا له غرمې وروسته د زده کړو لپاره ورځي. دا چې دې موسسې تر اوسه پورې پوهنتون ته ارتقاع نه ده کړې، نو د ماسټرۍ کوم پروګرام هم نه لري. ښاغلی حامي وایي، کله یې چې پوهنتون ته ارتقاع وکړه، نو غواړي په ځینو پوهنځيو کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي.

د لوړو زده کړو له یادې موسسې څخه تر اوسه پورې په شپږو دورو کې لږ تر لږه ۴۰۰۰ محصلین فارغ شوي، چې د ښاغلي مسي حامي په خبره، قانوني تحصیلي اسنادونه یې تر لاسه کړي او ډېری یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي. ازهر د لوړو زده کړو موسسې به پخوا هر کال د ۲۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبول، خو ښاغلی حامي وایي، د موسسې لپاره یې نوې او معیاري ودانۍ جوړه کړې ده او د جذب کچه یې لوړه شوې ده، نو اوس دوی کولای شي په خپلو څلورو پوهنځیو کې هر کال د ۶۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذب کړي.

په ازهر د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې د تدریس چارې د ۱۴۲ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي، چې څلوېښت سلنه یې د دوکتورا او پاتې نور یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د دې موسسې سرپرست رییس وایي، پخوا یې ځینې لېسانس استادان هم درلودل، چې د موسسې د علمي بورډ د پرېکړې له مخې، دغه استادان له دندو لرې شول او پر ځای یې دوکتورا او ماسټرۍ درلودونکي استادان وګومارل شول. دی وایي، دا چې د هغو ښځینه استادانو شمېر یو څه کم دی چې په اړونده برخه کې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري، خو له دې سره سره دوی بیا هم هڅه کړې ده چې یوه زیاته برخه ښځینه استادانې هم پر دنده وګوماري.

ازهر د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره څو ډوله تخفیف لري. ښاغلی حامي وایي، په ټوله کې د سمیسټر په پیل کې د هغو محصلینو لپاره چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، ځانګړی تخفیف لري. د دې تر څنګ دوی له ځینو ادارو سره د هوکړو له مخې هغو محصلینو ته چې د دې ادارو له خوا دوی ته ور پېژندل کېږي، مناسب تخفیف ورکوي. ښاغلی حامي وایي، د ښځینه محصلینو، د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو او د هېواد د امنیتي ځواکونو د کورنیو د غړو لپاره هم تخفیف لري. ازهر د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو د مطالعې او څېړنې لپاره مجهز کتابتون هم برابر کړی دی. د یادې موسسې سرپرست رییس وایي، تر اوسه پورې لیلیه نه لري او اړتیا یې هم نه ده حس شوې، خو که محصلین ترې وغواړي چې لیله ورته برابره شي، دوی به یې په اړه ګام اوچت کړي.

د ازهر د لوړو زده کړو موسسه په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې علمي اړیکې لري او تر څنګ یې له ځینو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو سره هم د همکارۍ دوه اړخیزې هوکړې لري. ښاغلی مسي حامي وایي، له ځینو نورو خصوصي پوهنتونونو سره یې د هوکړو کارونه پیل کړي، چې په نېږدې راتلونکې کې به ور سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړې لاسلیک کړي.

دغه موسسه خپلو فارغ شویو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوي تحصیلي اسنادونه سپاري، چې محصلین کولی شي په کور د ننه او بهر کې د دې تحصیلي اسنادونو په وسیله نورې لوړې زده کړې وکړي او یا هم د دندې په پیدا کولو کې ترې ګټه واخلي. ښاغلی مسي حامي وایي، دوه کاله وړاندې د موسسې او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ د دې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د ځینو ډېپارټمنټونو پر سر یوه ستونزه را ولاړه شوې وه چې اوس له منځه تللې ده. دی وایي، ټول کارونه یې د قانون په چوکاټ او له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ مخ ته ځي.

د ازهر د لوړو زده کړو موسسې اداره د خپل پنځه کلن ستراتيژیک پلان تر څنګ یو کلن عملياتي پلان هم لري، چې په هغه کې تر ډېره د محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه موجود دي. دغه موسسه غواړي په لومړي سر کې ټول هغه معیارونه چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته ټاکل شوي پوره کړي او له هغه وروسته پوهنتون ته ارتقاع وکړي، نوي پوهنځي پرانیزي او تر څنګ یې په ځینو پوهنځيو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي.

د ازهر د لوړو زده کړو موسسه له لوړو زده کړو وزارت څخه کومه ځانګړې غوښتنه نه لري، خو د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، ډېری خصوصي پوهنتونونه خپلې دایمي ودانۍ نه لري او په ډېره لوړه کچه مالیه پرې کوي، چې دغه څه یې د پرمختګ مخه نیسي. د دې تر څنګ، لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر په خصوصي پوهنتونونو کې د هر ډول نویو اقداماتو او تاسیساتو مخه نیولې ده، چې دا د خصوصي پوهنتونونو په زیان ده او د پرمختګ مخه یې ډپ کړې ده. دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه سترګه وګوري او د متوازن پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.

Share6Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In