د دې لپاره چې ونه (قد) مو جګه شي، یوه سالم او ځانګړي غذایي رژیم ته اړتیا ده؛ ځکه دغه سالم او ځانګړی غذایي رژیم د دې لامل کېږي چې په بدن کې مو نوي سلولونه وده وکړي او هډوکي مو کلک شي.
د سبو زیاتره برخه مغذي مواد لري او د بدن د اړتیا وړ غذایي مواد برابروي، چې دغه څه مو د ونې د جګوالي لامل کېږي. کېدای شي ډېرو کسانو ته اوس دا پوښتنه پیدا شي چې ګنې دوی له سبو څخه په خپله غذا کې کار اخلي، خو لا یې پر ګټه نه دي پوه شوي. اصلي خبره دا ده چې سابه باید په څه ډول وکارول شي، څو ستاسو د ونې د لوړوالي لامل شي.
تر ټولو اړینه دا ده چې غوښتنه مو باید پر ځای وي، که مو مور او پلار له ونې ټیټ وي، تاسو به هم له خپلو همزولو په ونه کې ټیټ یاست؛ ځکه تاسو د لوړې ونې لپاره لازم جینیټیکي پتانشیل نه لری او یا دا چې له وخته مخکې د لوړې ونې تمه لرئ، کېدای شي تر اوسه بلوغ ته نه یاست رسېدلي، د دې پوښتنو د حل په موخه مو له خپل مور او پلار او یا له کوم ډاکټر سره خبرې وکړئ.