په امریکا کې یوې تر سره شوې نوې څېړنې ثابته کړې، چې سهارنۍ کې د وربشو خوړل په کاپي اندازې سره د شکرې پر ناروغۍ د اخته کېدو خطر کموي. په دې څېړنه کې ادعا شوې چې په وربشو کې شته فایبر د شکرې ناروغۍ په دویم ډول د اخته کېدو خطر کمولی شي. په دې روغتیايي څېړنه کې ویل شوي چې د ورځې په جریان کې ۲۶ گرامه فایبر کارول، د شکرې پر ناروغۍ د اخته کېدو خطر تر ۱۸ سلنې پورې کمولی شي. څېړونکي وايي چې فایبر هغه گټور مواد دي چې له انسان سره د مناسب وزن ساتلو کې مرسته کوي او په دې ډول پر شکرې د اخته کېدو خطر کمېږي. له همدې امله وربشې د سهارنۍ لپاره یو له تر ټولو غوره انتخابونو گڼل کېږي. په دې نوې څېړنه کې همدا راز ادعا شوې چې د ورځې په جریان کې ۱۰ گرامه فایبر کارول بیا د شکرې پر ناروغۍ د اخته کېدو خطر نهه سلنه کموي. د څېړنې له پایلو څرگنده شوې چې په هغو کسانو کې چې په خوړو کې يي وربشې شاملې دي، د شکرې په دویم ډول د اخته کېدو خطر د عامو خلکو په پرتله لږ دی. وربشې انسان د اوږدې مودې لپاره موړ ساتي او د اضافي وزن مخنیوی کوي، چې له همدې امله پر شکرې د اخته کېدو خطر هم کموي.