ډېره اسانه ده څو هره ورځ یوازې یو ډول خواړه وخورو، خو که نوې غذاوې تجربه نه کړی، کېدای شي د دې موکه پیدا نه کړی، څو هغه خواړه کشف کړی چې ستاسو خوښېږي او مینه ورسره لری. دا ډېره اسانه ده چې زموږ ناسته ولاړه، خبرې اترې او ژوند کول، له داسې کسانو سره وي چې تل ورسره په اړیکه کې یو. خو که د اړیکو دا دایره پراخه کړو، کېدای شي چې له دې لا ډېر صمیمي ملګري او دوستان پیدا کړو. دا هم ډېره اسانه ده چې په خپل کسب کې هره ورځ یوازې په یوه بڼه او له نوښت پرته پر مخ لاړ شو، خو که چېرته نوې لارې تجربه نه کړو، کېدای شي د داسې کارونو او کسبونو موکې له لاسه ورکړو، چې موږ تکامل او پر ځان باور ته رسوي او زموږ کار ته نوی رنګ ورکوي. نو ښه ده چې د نوښتونو او نوو لارو په رامنځ ته کولو سره ځان ته د انرژۍ او لا ډېرو لاسته راوړنو لارې پرانیزئ. هڅه وکړئ چې ان هره ورځ کور یا دفتر ته په یوه لاره لاړ نه شئ. ښه ده چې بېلابېلې لارې تجربه کړئ او تګ راتګ پرې وکړئ، نوښت له همدې ځایه پیلېږي، نو هرو مرو یې تجربه کړئ.