په کاناډا کې یوه تازه څېړنه، چې برېټانوۍ “انډپنډنټ” ورځپاڼې خپره کړې، وايي، هرڅومره چې د هګۍ ژېړ ډېر وخوړل شي، هومره ورسره د وینې شریانونو ته زیان اوړي. څېړونکي وايي، د هګۍ ډېر ژېړ خوړل هغه ماده پیاوړې کوي، چې د وینې د شریانونو د بندښت لامل ګرځي. دوی زیاتوي چې په دې سره په رګونو کې د وینې تګ راتګ ټکنی کېږي چې دا کار د زړه د درېدو سبب هم کېدای شي. څېړونکي وايي، دغه څېړنه یې پر شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو تر سره کړې ده. د څېړنې پایلو ښودلې ده، چې د وینې رګ بندوونکې ماده د عمر په زیاتېدو وده کوي، په تېره بیا کله چې سړی څلوېښت کلنۍ ته ورسېږي. دوی وايي، دا کټ مټ هماغه عمر دی، چې پر سګرېټ څکوونکي سړي د سګرېټو د ناوړه اغېزې څرګند څرک پیلېږي. په دې څېړنه کې څېړونکو ویلي، چې د هګۍ ژېړ د سګرېټو د اغېز له درېیمې برخې سره مساوي دی. ډاکټران وایي، د دې لپاره چې په لوی عمر کې د زړه پر ناروغۍ اخته نه شی، نو ښه ده چې د هګۍ د ژېړو په خوراک کې انډول په پام کې ونیسئ.