جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

غالب پوهنتون

حمیدالله حمیدي

جنوري 5, 2020
in پوهنتون
0 0

غالب پوهنتون په لومړي سر کې د لوړو زده کړو د موسسې په توګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې په هرات ولایت کې پر فعالیت پیل وکړ. دغه پوهنتون په هرات ولایت کې هغه مهال په پنځو پوهنځیو (معالجوي طب، ستوماتولوژي،حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد او کمپیوټر ساینس) کې محصلین د زده کړو لپاره جذب کړل. د غالب پوهنتون سرپرست او د علمي چارو مرستیال ډاکټر عبدالرحمن حمید وایي، له یوه کال فعالیت وروسته یې دویمه څانګه په کابل کې فعاله شوه، چې له کمپیوټر ساینس پوهنځي پرته یې نور پوهنځي په کابل کې هم فعال شول.  د هغو معیارونو تر پوره کولو وروسته چې لوړ زده کړو وزارت له موسسې څخه پوهنتون ته د ارتقاع لپاره ټاکلي وو، غالب پوهنتون وکولای شول چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د لوړو زده کړو له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي.

ډاکټر عبدالرحمن حمید وایي، غالب پوهنتون په خپلو فعالو پوهنځیو کې ټولټال یوولس ډېپارټمنټونه لري، چې له دې ډلې پنځه یې فارغ ورکوونکي ډېپارټمنټونه دي.

د غالب پوهنتون د کابل څانګه اوسمهال په خپلو څلورو فعالو پوهنځیو کې ۲۲۴۷ محصلین لري، چې له دې ډلې ۱۰۹۷ په طب پوهنځي، ۳۵۹ په ستوماتولوژي پوهنځي، ۳۶۹ په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او ۴۲۲ تنه یې په اقتصاد پوهنځي کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی حمید وایي، ۱۴۸۰ تنه یې نارینه او پاتې ۷۶۷ یې ښځینه محصلین دي. غالب پوهنتون تر اوسه پورې له معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو څخه څلور څلور دورې او له حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو څخه یې بیا اووه دورې محصلین چې شمېر یې ۳۳۷ تنه کېږي فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د غالب پوهنتون سرپرست او د علمي چارو مرستیال وایي، د لوړو زده کړو وزارت د قانون له مخې، خصوصي پوهنتونونه نه شي کولای د یوه پوهنځي محصلین د ورځې له دوو څخه په زیاتو وختونو کې د زده کړو لپاره ور وغواړي، نو همدې قوانینو ته په درناوي، یاد پوهنتون د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو محصلین د سهار له اوو د غرمې تر دوولسو او د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځي محصلین بیا له غرمې وروسته په دوو وختونو کې د زده کړو لپاره ورغواړي.

ښاغلی حمید وایي، تر اوسه د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري، خو هڅې یې پیل کړې دي، چې په فعالو ټولو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي. دی وایي، دا چې خصوصي پوهنتونونه د ارزونې تر پروګرام لاندې دي او کله چې دوی د ارزونې تر درېیم پړاو بریالي ووځي، نو لومړی کار چې دوی به په هغه برخه کې لاس پکار کېږي، هغه د ماسټرۍ پروګرام پیلول دي، څو محصلین یې وکولای شي د لېسانس تر اخیستو وروسته، په همدې پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي. په غالب پوهنتون کې د تدریس چارې د ۵۶ دایمي او ۸۱ قراردادي استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي.

غالب پوهنتون په کور د ننه او بهر دواړو کې له ځینو پوهنتونونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري. د دغه پوهنتون سرپرست وایي، په هند او ایران کې له ځینو پوهنتونونو او انسټېټیوټونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري. دی وایي، په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته یو پلاوی استوي چې هلته به هم له ځينو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو یوه هوکړه لاسلیک کړي. ښاغلی حمید وایي، په کور د ننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، چې تر څنګ یې له ځینو خصوصي روغتونونو سره د هوکړو له مخې، د طب او ستوماتولوژي پوهنځي محصلين د عملي زده کړو لپاره دغو روغتونونو ته ور استوي. نوموړی وایي چې ځینې هغه شرکتونه چې دوی ور سره هوکړې لري، د دوی د طب پوهنځي محصلین بهرنیو هېوادونو ته د سه تاج دورې د پوره کولو لپاره هم استوي.

غالب پوهنتون د خپلو محصلینو او استادانو د مطالعې لپاره یو مجهز کتابتون او د مطالعې ځانګړی ځای هم لري، چې ۴۶۳۷ ټوکه بېلابېل علمي، تخصصي، تاریخي، اقتصادي او اسلامي کتابونه پکې موجود دي. د پوهنتون سرپرست ښاغلی عبدالرحمن حمید وایي، د نجونو او هلکانو لپاره یې د مطالعې بېل بېل ځایونه جوړ کړي، څو وکولای شي په یوه امنه فضا کې خپله مطالعه او څېړنه وکړي. دی وایي چې د کتابتون تر څنګ یې یو لوی سالون هم د خپلو محصلینو په واک کې ورکړی دی، چې په کمپیوټرونو او انټرنېټ سمبال دی، څو یې محصلین له نړۍ سره وصل وي او له ورځنیو تازه معلوماتو ځان خبر کړي او ګټه ترې واخلي. د فزیکي کتابتون تر څنګ، غالب پوهنتون یو الکترونیکي کتابتون هم لري، چې د نړۍ له مشهورو ډیجیټالي کتابتونونو سره وصل دی چې په میلیونونو بېلابېل کتابونه پکې موجود دي.

غالب پوهنتون د نظري زده کړو تر څنګ، خپلو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده. د کادري روغتون تر څنګ چې د غالب د طب او ستوماتولوژي پوهنځي محصلین په کې عملي زده کړې کوي، دغه پوهنتون له دولتي او خصوصي بانکونو سره هوکړې لري چې له مخې یې د اقتصاد پوهنځي محصلین کولای شي په دې بانکونو او ادارو کې عملي زده کړې هم وکړي. دغه راز د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د محصلینو لپاره وخت ناوخت تمثیلي محکمې جوړوي او دولتي محاکمو ته یې هم لېږي، څو هلته هم هر څه په خپلو سترګو وویني او عملي زده کړې وکړي. دغه پوهنتون یو څېړنیز مرکز هم لري، چې محصلین کولای شي د خپلو پوهنځیو اړوند برخې څخه یې ګټه واخلي او خپلې وړتیاوې لوړې کړي.

دغه پوهنتون د محصلینو د تخفیف په برخه کې یوه ځانګړې کمېټه لري. هغه محصلین چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي او نه شي کولای خپلو لوړو زده کړو ته د ټاکلي فیس په بدل کې ادامه ورکړي، نو خپل غوښتنلیکونه دغې کمېټې ته سپاري او کمېټه یې ارزوي. د کمېټې د پرېکړې له مخې محصلین کولای شي د یوه مناسب تخفیف له مخې په دغه پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ښاغلی حمید وایي، د فارغ شویو محصلینو د تحصیلي اسنادونو د ورکړې په برخه کې پر وخت اقدام کوي، خو دا چې کله کله د دوی د اسنادونو په ورکړه کې ځنډ راځي، هغه له دې کبله وي چې دغه پروسه په لوړو زده کړو وزارت کې یو څه څېړنې او ارزونې ته اړتیا لري، ځکه د خصوصي پوهنتونونو شمېر ډېر دی، نو هرو مرو یو څه وخت نیسي، څو د محصل تحصیلي اسنادونه له ټولو مرحلو تېر شي.

د دغه پوهنتون اداره غواړي چې لومړی په ملي او بیا وروسته په نړیواله کچه اعتبار تر لاسه کړي، چې په دې برخه کې یې تر اوسه پورې ډېر کارکړی دی او په نړیواله کچه هم له هغه موسسو سره په اړیکه کې دي، چې خصوصي پوهنتونونو ته اعتبارنامې ورکوي.

Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In