دا چې اوس د ژمي ورځې او شپې دي، هوا هم یخه ده، نو د کبانو د غوښې خوړل ځانګړې مزه کوي. وروستيو څېړنو ښودلې، چې د غوړو کبانو زیات استعمال کولای شي د سرطان د ودې مخه ونيسي. تر سره شويو څېړنو ښودلې، هغه خلک چې غوړي لرونکي کبان استعمالوي، نو د هغه په وجود کې د سرطان د رشد مخه نيول کېږي.
په دغه څېړنه کې ويل شوي، په کبانو کې دغه ماده چې د سرطان د ودې مخه نيسي، د اومګا۳ اسيدونه دي چې په کبانو کې پيدا کېږي او په خوړلو سره يې د تخمدان، اندومتر، معدې، کولون، رکتوم، پانقراص او ځينو نورو برخو کې د سرطان د ودې مخه نيول کېږي. په دغه څېړنه کې ويل شوي، چې د اومګا۳ اسیدونه کولای شي، چې د زړه تکاليف هم را کم کړي. د څېړونکو په باور، د کب غوړي د کولمو ناروغي هم له منځه وړي او دغه راز د روحي ستړيا درمان هم دي . د دې تر څنګ، د کبانو غوښه د بدن لپاره ډېرې نورې ګټې هم لري. نو ښه ده چې د امکان تر بریده پورې د کبانو له غوښې ګټه واخیستل شي.