پاک کور او له ککړو لوښو پاک پخلنځی د هرې سلیقه درلودونکې ښځې هیله او ارزو وي. ان دا چې په دې برخه کې دوی له ګاونډیانو او خپلو خپلوانو سره سیالي هم کوي. هڅه کوي چې کور یې تر نورو پاک او پخلنځی یې ښکلی وي. د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یوه نوې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي، چې د لوښو مینځل په ښځو کې د ذهني ارامتیا لامل کېږي او اعصاب یې ور سره ارامېږي. تاسو به خپله لیدلي وي، چې ډېری ښځې کله یې چې په پخلنځي کې ګډوډي وي، نو د دوی ذهن هم ور سره پاشلی وي او خواشینې ښکاري. په کور کې کار کول تل د ښځو لپاره یوه مسئله وي او هره ښځه غواړي چې په کور کې له کار کولو ځان خلاص کړي او پر وخت یې تر سره کړي، په تېره بیا په پخلنځي کې له لوښو وینځلو. د امریکا ساینسپوهانو اوس د دغو ښځو ستونزه حل کړې ده او په یوه نوې څېړنه کې ویل شوي دي چې که چېرې ښځې غواړي اعصاب یې ارام وي یا له ذهني فشار څخه ځان وژغوري، نو د کور کارونه دې پر خپل ټاکلي وخت تر سره کړي.