ر انسان له بل انسان څخه د یخنۍ د احساس په تړاو توپیر لري، که څه هم د سړو په پرتله د ښځو ډېر یخ کېږي، خو د اړوندې روغتیا برخې کارپوهان وايي، هغه انسان چې تل د یخنۍ احساس کوي، لاملونه یې ځینې ناروغۍ دي.
د وینې په جریان کې نیمګړتیا
د وینې جریان په بدن کې د حرارت د درجې منظمولو لپاره مهم رول لوبوي، کله چې د وینې جریان ګډوډ شي، انسان په پښو او لاسونو کې د یخنۍ ډېرېدو احساس کوي.
ډېر کله شکر ناروغي، د حدودي عصب د نیمګړتیا لامل ګرځي، د دې ناروغۍ نښې بې حسوالی او په پښو او لاسونو کې درد دی، دا چې زیانمن شوی عصب دماغ ته د بدن د حرارت د درجې استولو دنده لري، امکان لري د شکر ناروغي لرونکي کسان تل د یخنۍ احساس وکړي.
امکان شته چې لږ خوب هم په عصبي سیسټم کې ډېرې ستونزې راوټوکوي او په دماغ کې د بدن د حرارت د درجې د ګډوډۍ لامل وګرځي. د فینلنډ جیفاسکیلا پوهنتون په یوه څېړنه کې څېړونکو شل ځوانان پوره ۶۰ ساعته له خوبه محروم وساتل، پایله یې دا شوه چې د بدن د حرارت درجه یې د خوب له کبله ټیټه شوه.