ډېری کسان ورځ تر بلې چاغېږي او دغه څه ورته پر یوه لوی سرخوږي بدل شوي دي. ان ځینې ماشومان هم له ټاکلې اندازې زیات وزن اخلي، خو موږ يې د مخنیوي په مناسبه طریقه نه پوهېږو. د امریکا د کلفورنیا پوهنتون څېړونکو ورته ډېره اسانه او ساده حللاره موندلې ده. که غواړی چې تر خپل وزن زیات چاغ نه شی، حل يې دا نه دی چې ډوډۍ او خوراک کم کړی او یا هم غذایي رژیم بدل کړی. تازه څېړنې وايي چې که غذا ښه وژول شي او بیا تر مرۍ تېره شي، نو دا چاره د چاغوالي مخه نیسي. ډاکتران وايي، که د مړۍ تر منځ لږ تر لږه ۳۰ ثانیې ځنډ وکړی، یانې د نیمې دقیقې لپاره په مړۍ شخوند ووهی، نو دا چاره د ډېرو روغتیايي ګټو تر څنګ، د چاغوالي مخه نیسي. د ډاکترانو ډېر ټینګار پر کوچنیانو دی. دوی پر دې باور دي چې که له کوچنیتوبه په کوچنیانو کې پر غذا د ښه شخوند وهل دود شي، دا به د دوی په ګټه وي. دا تازه څېړنه ښيي چې پر غذا ښه شخوند وهل، کومه سخته چاره نه ده، بلکې په لومړي سر کې لږه حوصله غواړي چې وروسته بیا پر عادت بدلېږي.