موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې ډېری خلک یې راحت طلبه دي. موږ غواړو چې ښکلي ښکاره شو او یو مناسب اندام ولرو، خو پرته له دې چې د دغو ځانګړتیاوو د تر لاسه کولو لپاره ورزش وکړو او لاس پکار شو. موږ غواړو چې په خپل کسب او مسلک کې بریالي اوسو، خو تل په دې فکر کې یو چې څنګه کولای شو له سخت کوښښ او هڅې پرته دې هیلې ته ورسېږو. (بریالي مدیران له ډسپلین څخه ګټه اخلي، همدارنګه لوی شرکتونه هم دا ډول کار کوي). موږ له خونده د ډک او له وېرې د یوه لرې ژوند غوښتونکي یو، خو ډېری وخت د هغو غوره کارونو د تر سره کولو څخه ډډه کوو، چې موږ دې غوښتنې ته رسوي. دا غوره کارونه عبارت دي له: وختي پاڅېدل، پلټنې او څېړنې کول، د موخو ټاکل او ډېر لوستل. دا هغه کړنې دي چې کولای شي موږ د خپلو موخو پر لور وهڅوي. هېڅ شی له بیې پرته او وړیا نه شي تر لاسه کېدای، په رښتیا هم چې وړیا سهارنۍ هم نشته. په ژوند کې نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره دوو لاملونو؛ ډېرې هڅې او ژمنې ته اړتیا لرو. موږ هر یو باید خپل ځانګړي عظمت او لویوالي ته د رسېدو لپاره یوه بیه پرېکړو. هر څومره چې ډېر څه وکړی، هغومره به ډېر څه تر لاسه کړی. ګټه په تاوان کېږي.