زموږ انسانانو له اړینو ځانګړتیاوو څخه یوه هم د ټاکلو وړتیا ده. د دې ټاکنه چې څنګه ژوند وکړو، د دې ټاکنه چې څه به کوو او د دې ټاکل چې د حالاتو او وضعیت په اړه زموږ نظر څه دی.
د سکي لوبې په خاطر له خپلو اولادونو سره یوه غره ته لاړم. له دې یوه ورځ مخکې باران ورېدلی و او لا هم روان و. دا موضوع کېدای شوای چې زموږ د خلق تنګۍ لامل شوې وای، کولای مو شوای چې شکایت وکړو، کېدای شوای چې ناهیلي شوي وای، پرېکړه مو وکړه چې د غوسې، ناهیلۍ او بد خلقۍ پر ځای یوه بله ټاکنه ولرو. د ناراحتۍ پر ځای لاس پکار شو او د سکي لوبې لپاره مو د باران ضد کوټونه واغوستل. له سکي لوبې څخه مو ډېر خوند واخیست. یوه خارق العاده د سکي لوبه مو وکړه، واوره نرمه وه او هره خوا ارامه او ښکلې شوې وه. یوه اونۍ وخت نیسي څو دا موسکا زما له شونډو لرې شي. موږ هره ورځ د ټاکنې موقع لرو. زموږ ټاکنې زموږ راتلونکي ته بڼه ورکوي. نو خواشیني کېږی مه! لکه څنګه چې پاول ټروکس ویلي: «یوازې منفي فکره کسان د بدو رخصتیو لپاره باران ملامتوي».