رابعه بلخي خصوصي پوهنتون خپلې اکاډمیکې چارې له ۱۳۹۱کال را په دېخوا د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او دغه راز د هغه وخت د آیسا په ادره کې تر ثبت او راجستر وروسته پیل کړې دي. دغه پوهنتون د لوړو زده کړو د یوې موسسې په توګه په لومړي سر کې څلور پوهنځي (حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، انجنیري او کمپیوټر ساینس) درلودل. د دغه پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال محمد ظاهر زارع وایي، د هغو شرایطو او معیارونو تر پوره کولو وروسته چې لوړو زده کړو وزارت ټاکلي دي، دغه موسسه وتوانېده چې په ۱۳۹۴ کال کې پوهنتون ته ارتقا وکړي. رابعه بلخي پوهنتون اوسمهال شپږ پوهنځي لري، چې پر یادو څلورو پوهنځیو یې عالي قابله ګي او فارمسي پوهنځي هم ور زیات شوي او په ټولو پوهنځیو کې یې اوسمهال محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. د رابعې بلخي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی دوه دیپارتمنتونه (قضا او څارنوالي)، اقتصاد پوهنځی یې هم دوه دیپارتمنتونه (اقتصاد او سوداګریز مدیریت)، په انجنیري پوهنځي کې( برېښنا او سېول) دیپارتمنتونه، په کمپیوټرساینس پوهنځي کې (ای ټي او سافټویر) دیپارتمنتونه فعال دي او تر څنګ یې په عالي قابلګۍ او فارمسۍ کې تر اوسه پورې په عمومي ډول محصلین لوړې زده کړې کوي. ښاغلی زارع وایي، چې له عالي قابلګۍ او عالي فارمسۍ پرته له نورو پوهنځیو یې تر اوسه څلور دورې محصلین فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، ډېری فارغ شوي محصلین یې په مرکز کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په کار بوخت دي.
په رابعه بلخي خصوصي پوهنتون کې اوسمهال پنځه زره محصلین په بېلابېلو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۶۰ سلنه یې نارینه او پاتې ۴۰ سلنه یې ښځینه محصلین دي. لکه څرنګه مو چې مخکې وویل، د دغه پوهنتون له څلورو لومړنیو پوهنځیو څخه تر اوسه د درې زره په شاوخوا کې محصلین په څلورو دورو کې فارغ شوي، چې پنځمه دوره یې سږ کال فارغېږي. محمد ظاهر زارع وایي، چې د نویو محصلینو د جذب لپاره کوم ځانګړی میکانېزم نه لري، خو دغه څه تر ډېره د هېواد په عمومي اوضاع او د خلکو په اقتصادي وضعیت پورې تړلې خبره ده. له دې سره سره دوی په کال کې د پنځو سوو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. دغه پوهنتون ته د ورځې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي چې د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو او بیا له غرمې وروسته تر ماښام پورې پکې محصلینو ته تدریس کېږي.
د رابعه بلخي پوهنتون اداره په بېلابېلو کټګوریو کې د محصلینو لپاره تخفیف لري. د دغه پوهنتون د علمي او تدریسي چارو مرستیال محمدظاهر زارع وایي، چې د شهیدانو د ورثه وو لپاره ځانګړی تخفیف لري؛ هغه که د نظامي برخې دي او که د ملکي. دی وایي، له همدې ډلې یې سږ کال ۱۰۰ تنه محصلین د یوه ځانګړي تخفیف له مخې د لوړو زده کړو لپاره په پوهنتون کې شامل کړي دي. دغه راز د عمومي اول نمره ګانو او هغو کسانو لپاره چې له یوې کورنۍ څخه دوه یا درې تنه په یاد پوهنتون کې د زده کړو هوډ ولري، ځانګړی تخفیف ورکوي.
زارع وایي، چې اړتیا ته په کتو یې په ټولو پوهنځیو کې د لوړې تحصیلي کچې، ښې تجربې درلودونکي او وړ استادان پر دندو ګومارلي دي. دی وایي، دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې په علمي برخه کې خلکو ته د خدمت ترڅنګ له نورو خصوصي پوهنتونونو سره د سیالۍ مسئله هم مطرح ده، نو دوی هڅه کوي داسې استادان د تدریس لپاره غوره کړي چې هم د محصلینو په خوښه وي، وکولی شي چې هغوی ته ښه تدریس وکړي او تر څنګ یې په علمي برخه کې له نورو خصوصي پوهنتونونو سره دوی پرې سیالي وکړي او په دې ډګر کې مخ پر وړاندې لاړ شي.
محمد ظاهر زارع وایي، چې پوهنتون یې مجهز کتابتون او د مطالعې ځای لري، چې لږ تر لږه ۲۵ زره ټوکه بېلابېل کتابونه یې په سافټ او هارډ ډول د خپلو محصلینو او استادانو په واک کې ورکړي دي، چې دوی کولای شي وخت ناوخته له دغو کتابونو څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. زارع وایي، چې محصلین او استادان یې کولای شي چې په مجازي ډول هم د دوی کتابتون ته لاسرسی ولري او خپلې ستونزې حل کړي.
که څه هم چې رابعه بلخي پوهنتون تر اوسه له کوم بهرني پوهنتون سره د علمي اړیکو کومه هوکړه نه لري، خو زارع وایي، چې په دې برخه کې یې هڅې پیل کړې او په نږدې راتلونکي کې به په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې له ځینو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي، د هغوی له تجربو به ګټه واخلي او خپل استادان او محصلین به د لا نورو لوړو زده کړو او تجربو تر لاسه کولو او وړتیا لوړولو لپاره دغه پوهنتونونو ته ور واستوي. دی وایي، په کور دننه له ډېری دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري او وخت ناوخته ور سره خپلې ستونزې او تجربې شریکوي او تر څنګ یې د هغوی له تجربو ګټه اخلي او د ستونزو په حل کې ور سره مرسته کوي.
د رابعه بلخي پوهنتون اداره وایي، چې دوی تر اوسه خپلو فارغ شویو محصلینو ته هغه دیپلومونه نه دي ورکړي چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورکول کېږي، خو هغه تصدیق پاڼې یې ورکړې چې د محصل فراغت تاییدوي او محصلین کولای شي چې په دې تصدیق پاڼه باندې دنده واخلي او یا په کور د ننه او بهر کې پرې نورې لوړې زده کړې وکړي او د ماسټرۍ پروګرام تعقیب کړي. زارع وایي، تر اوسه دوی ته د دیپلومونو د وېش د لړۍ وار نه دی رسېدلی او لوړو زده کړو وزارت لومړی له هغه پوهنتونونو د ديپلومونو د وېش لړۍ پیل کړې چې له نورو یې مخکې د فعالیت جوازونه اخیستي دي. دی وایي چې دوی هم د فارغ شویو محصلینو د فارغت کتاب ور استولی چې په خپل وار به دوی ته هم دولتي دیپلومونه ورکړل شي. محمد ظاهر زارع وایي، چې د محصلینو لپاره یې تر خپلې وسې پورې هغه توکي او امکانات برابر کړي، چې یو پوهنتون یې باید ولري.
د رابعه بلخې پوهنتون د علمي چارو مرستیال وایي، چې د پوهنتون لپاره یې پنځه کلن ستراتېژیک پلان چمتو کړی او تایید شوی هم دی چې ټولې برخې لکه، د کادري برخې پیاوړي کول، د علمي هوکړو لاسلیکول، د نویو څانګو جوړول، د نویو پوهنځیو تاسیس، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او نور د پرمختګ هر اړخیز مسایل پکې شامل دي چې یو پر بل پسې به عملي کېږي.
نوموړی وایي، چې له دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته ډېره پاملرنه نه کوله او همدا وزارت و چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلینو تر منځ یې د توپیر خبره مطرح کوله، خو په خبره یې، له نېکه مرغه له دریو کلونو را په دېخوا د وزارت له لوري دغه ستونزه حل شوې او اوس د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلینو ترمنځ کوم توپیر نه لیدل کېږي او لوړو زده کړو وزارت پر خصوصي پوهنتونونو هم خپل څار زیات کړی چې دوی یې هرکلی کوي او د دغه څه د دوام غوښتنه کوي، څو پر خصوصي پوهنتونونو د خلک باور نور هم زیات شي. دوی په ټوله کې اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت له کار او څار څخه راضي دي.
د یاد پوهنتون اداره تر اوسه له کومې جدي ستونزې سره مخ نه ده، خو وایي چې په ټوله کې د افغانستان امنيتي او اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ نه دی چې دغه څه نه یوازې د زده کړو په برخه کې، بلکې په عمومي کچه د پرمختګ په مخ کې یو خنډ کېدای شي. خو د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د دایمي ځایونو امکانات ورته برابره کړي او له مالیې وزارت څخه وغواړي چې پر خصوصي پوهنتونونو مالیه کمه کړي، څو پر خپلو پښو ودرېږي.