اورېدلي به مو وي چې وایي، خوله د زړه کړکۍ ده او څومره چې خوله او غاښونه پاک وساتل شي، هغومره به د انسان زړه هم روغ وي. تازه څېړنې ښيي، چې که لږ تر لږه د ورځې دوه ځلې غاښونه بورس شي، د زړه د ناروغیو مخنیوي کوي. ډاکترانو د زړه ځینې داسې ناروغان تشخیص کړي، چې اصلاً د غښونو د پاک نه ساتلو له امله د زړه په ناروغۍ اخته شوي وو. د څېړونکو په باور، د اوریو ناروغي د زړه د ناروغیو لامل کېږي؛ ځکه چې بکتریا له اوریو څخه وینې ته داخلېږي او له هغه ځایه زړه ته ځي. څېړونکو مالومه کړې، هغوی چې د اوریو ناروغي لري، د زړه په ناروغیو يې د اخته کېدو احتمال زیات دی. دوی سپارښتنه کوي چې که خپل غاښونه د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې بورس شي، د خولې د بدبويي د ورکېدو سربېره، به مو د زړه عضلات هم قوي شي. د دې تر څنګ د خولې او غاښونو پاک ساتل یو ښه نزاکت دی، چې باید په پام کې ونیول شي. هغه کسان چې خوله او غاښونه پاک نه ساتي، خلک ترې لرې کېږي او زړه یې نه غواړي چې له نږدې ور سره کېنې او خبرې ورسره وکړي.