وایي چې ((سلیم عقل په سالم بدن کې وي.)) د ایدنبورګ پوهنتون څېړونکي هم په همدې نظر دي، خو یوازې همدا خبره مخکې وروسته کوي. ((روغه سټه د سالم عقل پایله ده.)) که ستاسې ذهني ځواک زیات وي، نو تاسې به ډېر صحتمند وی، نسبت هغوی ته چې ذهني ځواک يې کمزوری وي. د ایدنبورګ پوهنتون پوهانو په خپله تازه څېړنه کې موندلې چې هغه بیالوژیکي صفت چې د هوښیارتوب او ذکاوت لامل کیږي، له ناروغیو څخه هم انسان خوندي ساتي. څېړنه زیاتوي، هغه خلک چې ښه یاداښت لري، منطقي فکر لري او هوښیار دي، د وینې د فشار، شکرې او پر ځینو نورو ناروغیو يې د اخته کیدو احتمال کم دی. څېړنې د هغې تیورۍ هم ملاتړ کړی چې وايي، ښه صحت د هوښیارتیا لامل کیږي. څېړنه وايي چې کم عقل خلک ژر ناروغه کیږي. تر روغتیا پرته هوښیار کسان لږ له ستونزو سره مخ کېږي، په داسې حال کې چې کم عقله خلک بیا د ځان لپاره ستونزې په پیسو اخلي، مانا دا چې په خپل لاس د ځان لپاره ستونزې زېږوي. له ستونزو څخه خلاصون خو بیا تاسو ته معلومه ده چې ډېر جنجال غواړي. د ستونزو حلول بیا خپله د انسان پر روغتیا بده اغېزه کوي.