د چهارمغز یا غوزانو په ګټې هېڅ څوک هم سترګې نه شي پټولای. په یو تازه څېړنه کې جوته شوې چې که تاسو هره ورځ غوزان وخوری، نو د زړه د ناروغیو او د وینې د کلسټرول له ستونزې به پاک او صحتمند ژوند ولری. د یونیورسیټي آف پنسلوانیا د غذایي موادو د څېړونکي ډاکتر (پیني کرس) په خبره، که د ورځې پنځه غوزان یا دری د چایو کاشوغې د غوزانو تېل وخوری، نو دا به ستاسو د زړه د شریانونو او د وینې په دوران کی ډېر ګټور تمام شي او یوازې څلور ساعته وروسته به دغه تغیرات په خپل بدن کې ووینی. څېړونکو زیاته کړې، که هره ورځ غوزان وخورو، نو له دې سره به مو زړه پیاوړی شي او د زړه د ناروغیو مخنیوی به مو کړی وي. د څېړونکو په خبره، که څوک د زړه له کومې ستونزې سره مخ وي او یا یې د زړه عضله کمزورې شوې وي، نو هره ورځ دې دری یا څلور چهارمغز خوري، څو په دې سره د زړه له ځینو ناروغیو وژغورل شي. د دې تر څنګ اوس چې د ژمې شپې او ورځې دي، نو پر نورو ګټو سربېره، د غوزانو بله ګټه دا هم ده چې بدن مو ګرم ساتي.