جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

مورا د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

جنوري 26, 2020
in پوهنتون
0 0

د افغان مېرمنو د لوړو زده کړو خصوصي موسسې (مورا) خپلې چارې له لوړو زده کړو  وزارت سره تر ثبت او راجسټر وروسته، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د څلورو پوهنځیو (طب، اقتصاد، کمپیوټر ساینس او ښوونې او روزنې) په درلودو سره پیل کړې دي. د مورا د لوړو  زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیاله پوهنمل ملالۍ سلیمي وایي، چې له یادو څلورو پوهنځيو څخه دوه یې اوس فعال دي او عملاً محصلینې پکې خپلې لوړې زده کړې کوي، چې عبارت دي له (طب او اقتصاد) پوهنځیو څخه. اغلې سلیمي وایي چې طب پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (کلینیک او پارا کلینیک( او اقتصاد پوهنځی یې هم د دوو ډېپارټمنټونو (مالي اقتصاد او د منجمنټ) درلودونکی دی. دا چې ولې د دې موسسې دوه نور پوهنځي (ښوونه او روزنه او دغه راز کمپیوټر سایسن غیر فعال دي، اغلې سلیمي یې په اړه څه ونه ویل.

دا چې د مورا د لوړو زده کړو موسسې اصلي موخه د هغه ښځینه وو لپاره د لوړو زده کړو د زمینې برابرول دي، چې کورنۍ یې په یوه مکس  ټولګي (هغه چې نارینه او ښځینه محصلین پکې یو ځای درس وایي) اجازه نه ورکوي، نو ټول محصلین یې ښځینه دي. اغلې سلیمي وایي چې په ټوله کې مورا یو اېجوکېشنل سنټر یا تعلیمي او تحصیلي مرکز دی، نو د لوړو زده کړو د موسسې تر څنګ دلته وړکتون، ښوونځی او یو انسټېټیوت چې د قابلګۍ په برخه کې مېرمنې روزي، فعال دي. مانا دا چې په ټوله کې له ښوونځي نیولي تر پوهنتون پورې یوازې ښځینه کولای شي دلته زده کړې وکړي. د دې موسسې د علمي چارو مرستیاله وایي، چې د لوړو زده کړو په موسسه کې د ۴۵۰ په شاوخوا کې محصلینې لري، خو په ټوله کې دلته لږ تر لږه ۱۵۰۰ښځینه پر تعلیم، نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو باندې بوختې دي. له مورا لوړو زده کړو موسسې څخه تر اوسه پورې کومه دوره محصلین نه دي فارغ شوي، خو له اقتصاد پوهنځي څخه به یې موده وروسته لومړۍ دوره محصلین فارغ شي.

په مورا د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۵۶ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي چې ۳۶ یې دایمي او پاتې یې قراردادي استادان دي. اغلې سلیمي وایي، هڅه یې کړې ده چې د ښځینه استادانو شمېر یې د نارینه وو په پرتله ډېر وي، خو دا چې دوی د هغو استادانو لپاره ډېره اړتیا لري چې علمي کچه یې لوړه وي او د تدریس په برخه کې پراخه تجربه ولري، نو تر هغه چې په دې کچه ښځینه استادانې پیدا کوي، د اړتیا له مخې یې نارینه استادان هم پر دنده ګومارلي دي. پوهنمل ملالۍ سلیمي وایي، چې اوس یې هم یو زیات شمېر ښځینه استادانې پر دنده ګومارلې دي، خو هڅه کوي چې لا ډېرې ښځینه استادانې وګوماري.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په ټوله کې په کور د ننه او بهر کې له پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو د اغلې پوهنمل ملالۍ سلیمي په خبره، له دوو پوهنتونونو سره په کور د ننه او دغه راز له دوو پوهنتونونو سره په بهر کې چې یو یې انګلیسي او بل یې هندي پوهنتون دی، د علمي اړیکو هوکړې لري چې له مخې به یې د هغوی له تجربو کار اخلي او په ګډه به کار کوي.

مورا د لوړو زده کړو موسسه د ۸۵ زرو ټوکو په ظرفیت کتابتون لري، خو دا چې اوسمهال پکې څومره کتابونه موجود دي، اغلې سلیمي یې په اړه څه ونه ویل، خو وایي چې د محصلینو او استادانو د اړتیا وړ علمي او تخصوصي کتابونه يې پکې ځای پر ځای کړي دي، چې محصلین او استادان یې کولای شي وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي. د فزیکي کتابتون تر څنګ، مورا د لوړو زده کړو موسسه الکترونیکي کتابتون هم لري، چې د اوو سوو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه پکې موجود دي او د محصلینو په واک کې یې ورکړي دي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه د اتو سوو کسانو په ظرفیت د ښځینه محصلینو لپاره لیلیه، د محصلینو د بچیانو لپاره وړکتون، ښوونځی، د ورزش یا سپورت لپاره جېم، د کنفرانسونو تالار، محصلینو ته د سیمینارونو او ورکشاپونو دایرول او نور ټول هغه امکانات چې یو پوهنتون یې باید ولري، په پام کې نیولي دي.

په ټوله کې مورا تعلیمي او تحصیلي بنسټ د زده کوونکو د ملاتړ لپاره یو مرکز لري، چې محصلین کولای شي خپلې ستونزې هغه که د وړکتون په برخه کې وي، د ښوونځي اړوند وي، د استادانو اړوند وي او یا په بله کومه برخه کې وي، له دې مرکز سره شریکوي او مرکز یې په اړه لاس پکار کېږي. دغه راز که محصلین له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، کولای شي خپله ستونزه له دې مرکز سره شریکه کړي او تخفیف ورکړل شي. د دې تر څنګ، دغه راز د استادانو د کورنۍ د غړو لپاره، د دیني علماوو د کورنۍ د غړو لپاره او د شهیدانو او معلولینو د ورثه وو لپاره ځانګړی تخفیف ورکوي، څو خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

اغلې سلیمي وایي، که خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هغه معیارونه چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته ټاکل شوي دي، عملي کړي او ورځې تر بلې د خپل کیفیت د لوړو لو لپاره کار وکړي، نو د خلکو له ذهنه به دا خبره ووځي چې ګواکې دولتي پوهنتونونه تر خصوصي هغو ښه دي، په داسې حال کې چې ډېر خصوصي پوهنتونونه په خورا لوړ کیفیت او غوره امکاناتو باندې خپلو محصلینو ته تدریس کوي، خو ځینې خصوصي پوهنتونونه شته چې خیالي محصلین لري او یا هغسې چې لازمه ده چې محصلینو ته یې د زده کړو او نور اړوند امکانات نه دي برابر کړي، هغه ده چې خلکو ته یې یو ناسم ذهنیت هم پیدا کړی دی. په داسې حال کې چې نن سبا د نړۍ د غوره پوهنتونونو په رېنکېنګ کې ډېری خصوصي پوهنتونونه دي.

د مورا د تعلیمي او تحصیلي مرکز اداره غواړي چې خپله د موسسې په چوکاټ کې یو روغتون جوړ کړي، څو یې د طب پوهنځي محصلین وکولای شي، د نظري زده کړو تر څنګ، خپله په داخل د پوهنتون کې عملي زده کړې هم وکړي. که څه هم چې دغه موسسه اوس هم د طب پوهنځي محصلین د عملي زده کړو لپاره افغان روغتون ته لېږي، خو هغه وخت به بیا دوی په خپل روغتون کې عملي زده کړې وکړي چې د بنسټ ډبره یې اېښودل شوې ده او ژر به فعال شي.  د دې تر څنګ، دغه بنسټ غواړي چې د کابل په ګډون، په ولایتونو کې هم څانګې پرانیزي او خپل خدامات پراخ کړي. اغلې پوهنمل سلیمي وایي، چې دوی به په ولایتونو کې هم د هغو ښځینه وو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، چې لا هم د ځینو ستونزو له کبله زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې د کیفیت د تضمین پروګرام پیل کړی، چې په دې سره به فعال او پر شرایطو برابر خصوصي پوهنتونونه له غیر فعالو هغو بېليږي چې دغه څه د خصوصي پوهنتونونو په ارزښت لوړولو کې خورا ګټور تمامېږي. د دې تر څنګ، له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو لاسنیوی وکړي او  استادانو ته یې په کور د ننه او بهر کې د وړتیاوو لوړولو په پروګرامونو او ورکشاپونو کې د ګډون ونډه ورکړي او تر څنګ یې له دولتي پوهنتونونوسره په متوازن ډول د پرمختګ زمینه ورته برابر کړي.

Share10Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In