په امریکا کې په یوه څېړنه کې راغلي، هغه خلک چې له اقتصادي ستونزو ځورېږي، د وجود په دردونو اخته کېږي. د څېړنې موندنې ښيي، چې اقتصادي ستونزې په مستقیم ډول د ژوند کولو پر وړاندې احساسات زیانموي. غربت او مالي ستونزې د وجود دردونه پیدا کوي او د درد پر وړاندې د شخص حوصله هم له منځه وړي. د څېړونکو په باور، اقتصادي ستونزې د تشویش، وېرې او روحي فشار لامل کېږي. دا ټول په وجود کې د بېلابېلو دردونو لامل کېږي. په څېړنه کې دغه راز موندل شوې چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان خلک تر بل هرچا زیات درد اراموونکي درمل خوري. په اروپا کې د زړه ډاکټرانو ټولنې په یوه څېړنه کې ثابته کړې، چې مالي ستونزې د شدید سټرېس لامل ګرځي او دغه چاره د زړه د حملو کچه ۱۳ سلنه لوړوي. د دې څېړنې پایلې د جنوبي افریقا د زړه ډاکټرانو په کلني کنفرانس کې، چې په جوهانسبرګ کې جوړ شوی و، اعلان شوې. د څېړنو پایلو ثابته کړې، هغه کسان چې مالي ستونزې لري، د زړه د حملې ګواښ پکې شپږ سلنه دی، خو هغه کسان چې بیا له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، دغه ګواښ پکې ان ۱۳ سلنه ښودل شوی دی.