دا خو مو اورېدلې چې واده کول د سړي ایمان بشپړوي، خو اوس تازه څېړنو ښودلې چې واده کول انسان له بېلابېلو ناروغیو هم ژغورلی شي. زموږ په ټولنه کې د واده په اړه یو ناسم ذهنیت عام شوی دی. ځینې فکر کوي چې له واده کولو وروسته د نارینه مسوولیتونه ډېرېږي چې ممکن د هغه لپاره یو درد سر شي او ژوند يې سخت شي؛ خو په امریکا کې یوې تازه تر سره شوې څېړنې ثابته کړې، چې واده شوي کسان تر مجردو کسانو زیات عمر کوي او د ښه صحت خاوند وي. د امریکا د میشن ګان پوهنتون څیړونکو ثابته کړې، هغه کسان چې واده يې کړی، د زړه، کنسر او ژور خپګان پر ناروغیو د اخته کیدو احتمال يې کم دی. څیړنه وايي چې واده د نارینه له وخت څخه مخکې مړینې خطر ۸۰ سلنه کموي او د میرمنو له وخت څخه مخکې د مړینې خطر بیا ورسره ۵۹ سلنه کمیږي. د یادونې وړ ده چې دا تحقیق پر هغو خلکو تر سره شوی، چې له خپل ژوند څخه راضي او له خپل شریک سره خوشاله دي.