جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

ملي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

فبروري 2, 2020
in پوهنتون
0 0

ملي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د ځینو علماوو او د پوهنتونونو د استادانو له خوا تاسیس شوې ده او له لوړو زده کړو وزارت سره ثبت او راجستر ده. دې موسسې په لومړي سر کې دوه پوهنځي معالجوي طب او حقوق او سیاسي علوم درلودل. د ملي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې عمومي مسوول ښاغلی ډاکټر صداقت یعقوبي وایي، چې له هغه وروسته ورته په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یو بل پوهنځی (ستوماتولوژي) هم منظور شوی دی. د ښاغلي یعقوبي په خبره، د دې دریو پوهنځیو تر څنګ دوی د نیمه عالي زده کړو په برخه کې هم د (نرسنګ، قابلګي، د غاښو طب، طبي تکنالوژي او فارمسي) پوهنځي لري. د ملي د لوړو زده کړو موسسې په دریو عالي او پنځو نیمه عالي پوهنځیو کې عملاً محصلین چې ښځینه او نارینه دواړه پکې شامل دي، پر زده کړو بوخت دي.

په ملي د لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال د ۲۲۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۱۴۰۰ یې نارینه او پاتې یې ښځینه محصلین دي. د دې موسسې له معالجوي طب څخه تر اوسه دری دورې محصلین چې شمېر یې ۱۵۰ کسانو ته رسېږي د لېسانس په کچه فارغ شوي دي. له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه یې بیا اووه دورې محصلین فارغ کړي  چې شمېر یې ۴۵۰ ته رسېږي. له ستوماتولوژي پوهنځي څخه یې دوې دورې محصلین فارغ کړي چې شمېر یې ۶۰ ته رسېږي. ډاکټر صداقت یعقوبي وایي، چې له نیمه عالي پوهنځیو څخه چې مخکې یې یادونه وشوه، د زرو په شاوخوا کې محصلین فارغ کړي دي. دی وایي چې ډېری محصلین یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي رغتونونو او نورو ادارو کې پر کار بوخت دي.

د دې موسسې د معالجوي طب او ستوماتولوژي په پوهنځيو کې د لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقررې له مخې، دری ډېپارټمنټونه (بېسک ساینس، کلینیک او پارا کلینیک) لري. په حقوق او سیاسي علومو پوهنځي کې بیا دوه ډېپارټمنټونه (اداره او ډیپلوماسي او قضا او څارنوالي) لري. د ملي د لوړو زده کړو موسسې عمومي مسوول وایي، چې د تدریس چارې یې د ۳۳ تجربه لرونکو استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي. ښاغلی یعقوبي وایي چې ځینې استادان یې د پوهاند او پوهندوی تر کچې پورې علمي رتبې لري او د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې یې کړې دي. دی وایي چې د استادانو د ګومارنې په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت ټول قوانین په پام کې نیولي دي او داسې استادان یې پر دندو ګومارلي چې په اړوند برخه کې تخصص او د تدریس کاپي تجربه لري.

د ملي د لوړو زده کړو موسسې مسوول وایي، چې له تېرو دوو کلونو را پدېخوا یې له ځینو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره د دوو اړخیزو هوکړو سندونه لاسلیک کړي دي او اوس تازه یې د قلم په نوم د لوړو زده کړو له یوې بلې موسسې سره هم هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. دی وایي چې د دې هوکړو له مخې، دوی وخت ناوخت خپلې تجربې او ستونزې له دې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره شریکوي او تر څنګ یې د هغوی له تجربو هم ګټه اخلي. دغه راز له هېواده بهر هم ملي د لوړو زده کړو موسسه په ترکیه او هند کې له دوو پوهنتونونو سره د دوو اړخیزو همکاریو هوکړې لري، چې له مخې به یې خپل محصلین او استادان د دکتورا او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون او دغه راز د څېړنې او تجربو تر لاسه کولو او وړتیا لوړولو لپاره ور استوي.

ښاغلی یعقوبي وایي چې د موسسې له تاسیس سره سم یې کتابتون هم جوړ کړی دی، چې ورځ تر بلې یې د کتابونو شمېر هم زیاتېږي. دی وایي، د مطالعې لپاره د امنې فضا تر څنګ، په کتابتون کې د دوو زرو په شاوخوا کې په فزیکي ډول کتابونه او په همدې شمېر یا له دې څخه زیات په سافټ ډول کتابونه لري، چې محصلین او استادان یې کولای شي وخت ناوخت له دې کتابونو څخه د څېړنې او مطالعې لپاره ګټه واخلي. د دې تر څنګ یې محصلینو او استادانو ته د انټرنېټ اسانتیا هم برابره کړې ده، چې دوی کولای شي د کتابونو د مطالعې تر څنګ، د خپل مسلک اړوند نوي شیان وپلټي او ګټه ترې واخلي.

د کتابتون تر څنګ، ملي د لوړو زده کړو موسسه د ښځینه محصلینو لپاره د ترانسپورټ سیسټم، د ښځینه محصلینو او استادانو د ماشومانو لپاره وړکتون، د ټولو محصلینو لپاره د نظري زده کړو تر څنګ د عملي، سمعي او بصري معلوماتو وړاندې کول، لابراتوارونه، د ورکشاپونو او سیمینارونو دایرول او له وخت وروسته د  عربي او نګلیسي ژبو د زده کولو امکانات هغه څه دي چې د خپلو محصلینو لپاره یې برابر کړي دي.

ښاغلی صداقت یعقوبي وایي چې دوی د تخفیف کلمه سکالرشیف ته اړولې ده او په دې برخه کې یو ځانګړی کمېسیون لري، چې محصلین یې خپلې ستونزې او غوښتنې له دې کمېسیون سره شریکوي او وروسته بیا پرېکړه پرې کوي. دی وایي چې د ممتازو محصلینو،  هغو محصلینو چې په خپل اړوند مسلک کې یې څېړنه او لیکنې کړې وي، ځانګړی تخفیف ورکوي. د دې تر څنګ، دغه موسسه د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره یوه هوکړه لري، چې له مخې یې هغه محصلین چې د دې وزارت له لوري دوی ته ور معرفي کېږي، دېرش یا څلوېښت سلنه تخفیف ورکوي. دی وایي، داسې محصلین هم ور سره شته چې سل سلنه تخفیف یې ورکړی دی او په وړیا توګه لوړې زده کړې کوي.

ډاکټر صداقت یعقوبي وایي چې هڅه کوي څو فارغ شویو محصلینو ته پر وخت تحصیلي اسنادونه ورکړي او په دې برخه کې د موسسې اداره ناغېړي نه کوي. دی وایي چې په لوړو زده کړو وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو په ریاست کې د کارکوونکو د کمښت او د خصوصي پوهنتونونو ډېرښت د دې لامل شوی، چې د محصلینو اسنادونه یو څه وځنډېږي. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې ریاست کې تشکیل یو څه زیات کړي او محصلینو ته پر وخت تحصیلي اسنادونه ورکړل شي، څو د دندې په پیدا کولو، په کور د ننه او یا هم بهر کې د لا نورو لوړو زده کړو په برخه کې چې د دوی اساسي حق بلل کېږي، ګټه ترې واخلي.

د تضمین کیفیت له ارزونې څخه بریالي راوتل، په ملي او نړیواله کچه د اعتبار تر لاسه کول، د نویو پوهنځیو ایجادول او د لوړو زده کړو له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول د ملي د لوړو زده کړو موسسې د ادارې موخې او راتلونکي پلانونه دي.

د ملي د لوړو زده کړو موسسې اداره لویه ستونزه چې هغه نه یوازې د دوی؛ بلکې د ټول هېواد لپاره ستونزه بولي، هغه د امنیت نشتون دی. د دې تر څنګ، دغه اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د طب او ستوماتولوژۍ د پوهنځيو د محصلینو لپاره يې په دولتي رغتونونو کې د سه تاج دورې امکانات برابر کړي او ځینو محصلینو ته د لا نورو لوړو زده کړو په برخه کې بورسونه ورکړي. ښاغلی یعقوبي وایي چې که لوړو زده کړو وزارت ټولو خصوصي پوهنتونونو ته د کابل ښار په یوه ستراتيژیکه سیمه کې د ودانیو جوړولو امکانات برابر کړي، له یوې خوا به پوهنتونونه د خپل ملکیت درلودونکي وي او له بلې خوا به د پوهنتونونو لپاره معیاري ودانۍ ولري، ځکه اوس ډېری پوهنتونونو په کرایي کورونو کې خپلې چارې مخ ته وړي. دوی کمه خو په ګرانه بیه برېښنا هم یوه ستونزه یادوي، ځکه د دوی  محصلین د عملي زده کړو لپاره په لابراتوارونو کې دایمي برېښنا ته اړتیا لري.

Share19Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In