د نړۍ طبي کارپوهانو په یوه تازه څیړنه کې ثابته کړې، چې ډېر تود یا ګرم چای څښل د بدن لپاره زیان رسوونکی دی. د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) یوې څانګې ویلي، چای یا کافي او یا نور څښاک چې د تودوخې درجه یې له ۶۵ لوړه وي، د دې خطر یې ډېر زیات دی چې په څښلو سره یې د انسان په بدن کې د سرطان خطر رامنځ ته شي. د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې تر څار لاندې ادارې ویلي، چې دا څېړنه په ایران، چین، ترکیه او جنوبي امریکا کې تر سره شوې ده، ځکه په دې هیوادونو کې خلک دومره ګرم چای څښي، چې د تودوخې درجه یې ۷۹ سانتي ګریده وي. باید وویل شي چې څیړونکو ویلي چې چای باید لومړی تر څلورو دقیقو پورې یخ کړی او بیا یې وڅښئ. څېړونکي په دې اند دي چې د خولې، ژبې، مرۍ او معدې د سرطانونو اصلي لاملونه د ګرمو خوړو او یا څښاکو کارول دي. نو که غواړی له دې ناروغۍ په امن کې پاتې شی، ګرم خواړه او څښاک مه کاروئ.