که څه هم چې ارواپوهان وایي، یوازیتوب انسان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي، خو تازه څېړنو ثابته کړې چې د ډېر وخت لپاره نه، بلکې څو شېبې یوازیتوب د انسان لپاره غوره استراحت کېدای شي او انسان ته د ارامۍ حس وربښي. په يوه تازه څېړنه کې چې په ۱۳۴ هېوادونو کې په ۱۸ زرو کسانو تر سره شوې، پکې راغلي چې یوازیتوب غوره استراحت دى. د دې څېړنې ډېری ګډونوالو ويلي، چې دوى هله ډېر راحت وي چې له ستړيا وروسته څو شېبې تنها واوسي. د څېړنې ګډونوالو ته نور انتخابونه هم ورکړل شوي وو چې پکې د کتاب لوستل، په طبیعي منظرو کې چکر او له ملګرو سره ناسته ولاړه هم شامل وو، خو په دې ټولو کې ګډونوالو د ستړيا او خسته ګۍ د لرې کولو لپاره څو شېبې تنهايي غوره لاره ګڼلې ده. د يادونې ده چې استراحت د انسان پر ورځني فعاليت ژور اغېز کوي، هغوی چې ناراحته وي، ورځني کارونه يې غير منظم وي، نو د دې لپاره چې مغز مو ارام شي، ښه ده چې د ورځې په اوږدو کې څو شېبې یوازیتوب غوره کړئ.