هغه خواړه چې روغتیا پالان یې د شپې له خوا د خوراک سپارښتنه کوي او وايي چې د ښه خوب لپاره ګټور دي، ځینې هغه یې دا دي:
ماهی: که د شپې له خوا په کمه اندازه د ماهي غوښه وخوړل شي، په ښه خوب کې درسره مرسته کوي.
سپینې وریژې: د امریکا د کلینیکي غذا په ژورنال کې یوه خپره شوې څیړنه وايي، هغه کسان چې د شپې له خوا له سبو سره سپینې وریژې خوري، تر نورو ژر پرې خوب راځي او ښه ویده کیدلی شي.
مستې او شیدې: که څه هم غوړ لبنیات لکه پنیر او کوچ د شپې له خوا معده او خوب دواړه ناارامه کوي، خو مستې او شیدې له تاسو سره د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي.
غلې دانې: له وربشو، جوارو، غنمو او نورو غله جاتو څخه جوړ شوي خواړه لکه وچه ډوډۍ او نور پراخ مګنیزیم لري او که تاسو لږ مګنیزیم لرونکي خواړه خوری، نو ویده کیدل مو ستونزمن دي.



































