جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

رازي د لوړو زده کړو خصوصي طبي موسسه

حمیدالله حمیدي

فبروري 16, 2020
in پوهنتون
0 0

پوره یوولس کاله وړاندې رازي د لوړو زده کړو موسسې د یوه انسټېټیوت په چوکاټ کې د طبي علومو د زده کړې په برخه کې فعالیت پیل کړ. له نن څخه شپږ کاله مخکې د رازي صحي علومو انسټېټیوت ادارې په همدې برخه کې د لوړو زده کړو د یوې موسسې د اېجاد هڅه وکړه. په لوړو زده کړو  وزارت کې یې تر ثبت او راجستر وروسته، رسماً د رازي د لوړو زده کړو طبي موسسې په نوم پر فعالیت پیل وکړ.  د رازي طبي موسسې مؤسس ښاغلی سید امان الله امین وایي، چې د نیمه لوړو زده کړو په برخه کې رازي انسټېټیوت اوس هم فعالیت کوي، چې عالي نرسنګ، قابلګۍ، د غاښونو پروتېز، طبي تکنالوژۍ، فارمسۍ، انستېزۍ، فزیوتراپۍ او راډیولوژۍ په برخه کې ډېر محصلین پر نیمه لوړو زده کړو بوخت دي. دی وایي، رازي د لوړو زده کړو طبي موسسه بیا تر اوسه پورې دوه پوهنځي (عالي قابلګي او عالي تکنالوژي) لري چې محصلین پکې د لېسانس په کچه لوړې زده کړې کوي.

د رازي د لوړو زده کړو طبي موسسې مؤسس ښاغلی سید امان الله امین وایي، چې تر ۴ زره ډېر محصلین ور سره پر زده کړو بوخت دي. دی وایي، دا چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو په تېره بیا د قابله ګانو شمېر ډېر کم او اړتیا ورته زیاته ده، نو د محصلینو ۶۸ سلنه یې ښځینه محصلینې دي. دی وایي، په موسسه کې د هېواد له ټولو ولایتونو او ولسوالیو محصلین لري او هغه چې فارغ شوي، په خپل ولایت او ولسوالۍ کې د خپلې سیمې او خلکو خدمت ته تللي او په اړونده برخه کې پر کار بوخت دي. د نوموړي په خبره، تر اوسه پورې د ماسټرۍ پروګرام نه لري، خو په دې برخه کې یې هڅې پیل کړې دي، لوړو زده کړو وزارت ته یې غوښتنلیکونه سپارلي، همدا چې ولسمشر په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو د تاسیس او ماسټرۍ پروګرام د پیل خبر ورکړي، دوی به هم په یادو دوو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.

له رازي د لوړو زده کړو طبي موسسې څخه تر اوسه پورې درې دورې محصلین فارغ شوي دي. ښاغلی سید امان الله امین وایي، په هره دوره کې یې له ۶۰۰ ډېر کسان د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. نوموړی وایي، سږ کال به د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذب کړي، چې په دې ډله کې به ۳۰۰ د شهیدانو او معلولینو ورثه، د افغان امنیتي ځواکونو د کورنیو غړي او هغه کسان وي چې د اقتصادي کمزورۍ له کبله نه شي کولای لوړې زده کړې وکړي، نو دوی به دې کسانو ته په وړیا ډول د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي. نوموړی وایي چې رازي د لوړو زده کړو طبي موسسه د خصوصي پوهنتونونو په برخه کې په تر ټولو ټیټ قېمت؛ خو په لوړ کیفیت محصلین روزي. دی وایي چې دوی په یوه سمیسټر اووه زره افغانۍ اخلي، خو هغه محصلین چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، ځانګړی تخفیف ورکوي او د سمیسټر پر سر ترې یوازې پنځه زره افغانۍ اخلي. مانا دا چې دېرش سلنه تخفیف ورکوي.

په رازي د لوړو زده کړو موسسه کې په ځانګړې توګه قابلګي پوهنځي کې د تدریس چارې د ۷۸ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي. ښاغلی امین وایي، په دې ډله استادانو کې ۹ یې د دوکتورا، ۳۲ یې د ماسټرۍ او پاتې نور یې بیا د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. امین وایي چې هڅه یې کړې ده څو پر کارپوه، متخصص او د تدریس په برخه کې تجربه لرونکي استادان پر دندو وګوماري، چې وکولای شي مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. نوموړی وايي، هغه کسان چې تر اوسه دوی فارغ کړي دي، ډېری یې په دولتي او غیر دوتلي روغتونونو کې په اړونده برخه کې پر کار بوخت دي او یا هم خپل شخصي کاروبار لري. په رازي د لوړو زده کړو طبي موسسه کې د ورځې په دریو وختونو سهار، له غرمې وروسته او له وخت وروسته زده کړې کېږي.

ښاغلی امین وایي چې موسسه یې مجهز کتابتون لري او ټول هغه کتابونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي چې د محصلینو او استادانو اړتیا ورته لیدل کېږي. دی وایي، د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو د دوی ځانګړي کار کوونکي په کتابتون کې وي، محصلین ورځي او کولای شي چې د خپلې اړتیا وړ کتابونه له کتابتون څخه واخلي او یا هم خپله په کتابتون کې مطالعه وکړي. سید امان الله امین وایي، چې په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو سره ښې اړیکې لري او له ځینو طبي پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې هم لري، د هغوی له تجربو ګټه اخلي او خپلې تجربې او ستونزې هم ور سره شریکوي. نوموړی وایي چې  یو پلاوی یې ترکیې او ایران ته هم استولی او په راتلونکو څو ورځو کې به هلته له ځینې طبي پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي، چې له مخې به یې محصلین د لا نورو لوړو زده کړو لپاره دغو پوهنتونونو ته ور استوي او تر څنګ به یې په نورو اړوند برخو کې د هغوی له امکاناتو او تجربو ګټه اخلي.

رازي د لوړو زده کړو موسسې هم د ځینو نورو خصوصي پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو موسسو په څېر تر اوسه پورې خپلو فارغ شویو محصلینو ته ډیپلومونه نه دي وېشلي، خو ښاغلی امین وایي چې تر فراغت او مونوګراف تر دفاع کولو وروسته، محصلینو ته هغه د فراغت سند ورکوي چې خپله د موسسې اداره، د کابل طبي پوهنتون رییس یې لاسلیکوي او په لوړو زده کړو وزارت کې تر تاییدۍ وروسته محصل ته ور کول کېږي. دی وایي، تر اوسه یې محصلینو ته رسمي ډیپلومونه نه دي ورکړي، خو کله چې د دوی د موسسې وار ورسېږي، رسمي ډيپلومونه به هم ورکړي. نوموړی وایي چې محصلین یې کولای شي له اوسنیو تحصلي اسنادونو څخه د خپل کاروبار، دندې اخیستو او یا هم د نورو لوړو زده کړو په برخه کې ګټه واخلي.

رازي د لوړو زده کړو موسسه د نظري زده کړو تر څنګ، محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابروي. د دې موسسې مؤسس وایي، وخت ناوخت محصلینو ته د عملي زده کړو ورکشاپونه، کورسونه، د کمپیوټر او انګلسي زده کړې کورسونه او دې ته ورته نور امکانات په پام کې نیسي. ښاغلی امین وایي، دوی هڅه کوي څو داسې محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي چې له فراغت وروسته عملي کاري ساحې ته ولاړ شي او په خبره یې، ان ځینې محصلین یې د سره صلیب کمېټې په روغتیایي برخه کې پر دندو ګومارل شوي دي.

له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، د ستوماتولوژۍ، فارمسۍ او معالجوي طب پوهنځیو ایجادول، نورو ولایتونو لکه کندهار، خوست او پکتیا کې د څانګو پرانیستل د رازي د لوړو زده کړو موسسې له راتلونکو پلانونو څخه دي. دی وایي، دا چې اوس لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو اقداماتو مخه نیولې ده، نو نه شي کولی نوي پوهنځي تاسیس کړي او یا هم نوې څانګې پرانیزي. د دې تر څنګ، ښاغلی امین وایي، که افغان حکومت اجازه ورکړي په څرخي پله زندان کې به د هغو بندیانو لپاره چې د بند موده یې له پنځو کلونو لوړه ده، لس ټولګي جوړ کړي او په وړیا ډول به ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د رازي د لوړو زده کړو موسسې اداره اوسمهال له کومې ځانګړې ستونزې سر نه ټکوي. دوی وایي چې ټول فعالیتونه یې د لوړو دزه کړو د قانون او مقرراتو په رڼا کې دي. دوی د لوړو زده کړو وزارت وروستي اقدامات او د کیفیت د تضمین پروګرام ستایي او د دغه څار د دوام غوښتنه کوي. ښاغلی امین وایي چې یوازینۍ ستونزه یې د امنیت په برخه کې ده چې له نیکه مرغه اوس په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو د امنیت د ټینګښت په موخه هم ګامونه پورته شوي دي.

Share14Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In