د سترګو رپېدل د کوم خبر خبرداری نه، بلکې په غیر ارادي توګه د سترګو د شاوخوا عضلاتو انقباض دی چې ډېر لاملونه لري. دا رپېدل کله کم، خو کله دومره ډېر وي چې ځورونکي شي. د سترګو ستړیا، کم خوبي، د سترګو خشکي، له کچې زیات د کافي او انرژۍ لرونکو څښاکو ډېر کارول او د وجود د اوبو کمېدل د دې لامل کېږي چې سترګې ورپېږي. خو د سترګو د بې واکه رپېدو تر ټولو لوی سبب سټریس او اضطراب دی. خو که هر ډول وي، اندېښنه مه ورته کوئ، ډېرې لارې چارې شته چې پر کارولو یې ستاسو د سترګو بې واکه رپېدا ښه کیدای شي. د کوم بد خبر انتظار هم مه باسئ، ځکه د سترګو رپېدل له ښه او بد خبر سره هیڅ تړاو نه لري. خپلې سترګې هرڅومره کلکې چې پټولی شی، پټې یې کړئ. بیا یې هرڅومره چې پراخې پرانیستلی شی، پرانیزئ. البته دومره نه چې سترګې مو درد وکړي. د سترګې لاندینۍ وروځیې په خپلې منځنۍ ګوتې په دایروي شکل ورو مالش کړئ. دا میتود د سترګو شاوخوا د وینې جریان نورمالوي او د سترګو اوښتل را اوښتل فعالوي او بې واکه رپېدل یې کموي.



































