کله کله په کاري محیط کې د درناوي لفظ ډېر بې مانا او بې ارزښته ګڼل کېږي. دا موضوع دومره ښکاره ده چې ان په اړه یې خبرو کولو ته اړتیا نشته. پوهېږو چې که چېرته مدیران له خپلو کارکوونکو سره ښه چلند وکړي، کارکوونکي به یې هم د زړه له تله کار کوي او ارتقاع به کوي. البته که په دې پوه شي چې ارزښت ورکول کېږي او باور ور باندې شوی دی. په دې هم پوهېږو چې ټول دا غواړي څو په داسې محیط کې کار وکړي چې وکولای شي وده وکړي، هلته ملګري ولري او وکولای شي چې خپل ځان پیدا کړي. کېدای شي چې زموږ په کاري چاپېریال کې د مقابل درناوي ریښې دومره نه وي غځېدلې، څومره چې موږ باور لرو. دلته یو عالي فرصت لیدل کېږي. کله چې خلک د دې احساس وکړي چې درناوی ورته کېږي، نسبت خپل ځانته ښه احساس کوي او هغه خلک چې د ښه والي احساس کوي، کارونه په ښه توګه تر سره کوي.



































